سيلاب متاثره سيمو کښې امدادي کارروائۍ جاري ، وزيراعظم شهباز شريف په خپله د امدادي کارروائيو نګراني کوي
د قدرتي آفتونو مخ نيوي ادارے( اين ډي ايم اے) چيئرمين ليفټنټ جنرل انعام حيدر ملک او د دې ادارے نورو چارواکو په خېبر پښتونخوا، ګلګت او کشمير کښې راغلي سيلابونو لوجې شوي نقصاناتو او امدادي کارروائيو په حواله ميډيا ته بريفنګ ورکړېدے ۔د اين ډي ايم اے چارواکو وينا وه چې د اوسني بارانونو سلسله به د جمعے د ورځې پورې جاري وي ۔ د دوي وينا وه چې د افغانستان د ننګرهار او قندهار علاقو او د خليج بنګال له طرفه د بارانونو يوه نوې سلسله د پاکستان په طرف راتلونکې ده چې لوجې به ئې ۲۲ اګست نه پس د بارانونو درې نورې سلسلې شورو شي کوم به چې لسم ستمبر پورې جاري وي ۔ اين ډي ايم اے چارواکو ترمخه راتلونکي بارانونه به د موجوده باران نه زيات تيز وي چې لوجې ئې په لويه پيمانه د نور سيلابونو انديښنه ده ۔ د دې ادارے چيئرمين ليفټنټ جنرل انعام حيدر ملک په دې موقع سيلاب متاثره سيمو کښې روان امدادي کارروائيو تفصيلات بيان کړيدي، وئيلي ئي دي چې د متاثرينو بحالۍ لپاره په هنګامي توګه کار روان کړي شويدي د بے درکه کسانو لټون جاري دے او د نقصاناتو سروے مکمل کولو نه پس به متاثرينو ته د امدادي رقم ادائيګي شورو شي ۔ خېبر پښتونخوا کښې د سيلاب تباه کارۍ په حواله د يوې پوښتنې په جواب کښې
ليفټنټ جنرل انعام حيدر ووئيل چې خېبرپښتونخوا کښې نقصانات د کلاؤډ برسټ لوجې رامخې ته شوي وو چې اصل وجه ئې د ګرمۍ شدت کښې اضافه او د پشکال بارانونو سلسله سيوا کيدل وو، ګلګت بلتسان او کشمير هم د دا قسمه صورتحال سره مخ شوې وو۔ د اين ډي ايم اے چيئرمين زياته کړه چې د روانې مياشت آخر کښې په ممکنه توګه راتلونکي خطرناک بارانونو نه وړاندې حفاظتي اقدامات پورته کولې شي زمونږ فوکس به د خېبرپښتونخوا برني سيمې،شمالي پنجاب،آزاد کشمير او ګلګت بلتسان وي ۔
وزيراعظم په خپله د امدادي کارروائيو نګراني کوي
د وزيراعظم شهباز شريف د احکاماتو په رڼا کښې د خېبرپښتونخوا سيلاب متاثرينو لپاره امدادي سامان ليږلوسلسله جاري ده، وزيراعظم هاؤس ترمخه د وزيراعظم په هدايت وفاقي وزيران متاثره ضلعو ريليف آپريشن کښې برخه اخلي ۔ انجنئير امير مقام ته هدايت شوېدے چې هغه دې د شانګلې او بونير د امدادي سامانونو د ترسيلاتو نګراني کوي، مبارک زيب ته د باجوړ او سردار يوسف ته د مانسهرې علاقې کور کولو حکم شوېدے ۔ وزيراعظم اين ډي ايم اے ادارے ته هدايت کړې چې سيلاب متاثره علاقو کښې ريليف آپريشن دې بغير د څه رکاوټ جاري وساتلي شي ۔ وزيراعظم شهباز شريف په خپله د امدادي کارروائيو نګراني کوي او وئيلي ئي دي چې وفاقي حکومت به سيلاب متاثرين يواځې پرينږدي بلخوا سيلاب متاثره زياتره سيمو کښې ريسکيو آپريشن مکمل کيدو نه پس ريليف او د متاثرينو بيا بحالۍ کارونه شورو کړي شويدي ۔ ريسکيو چارواکو نه علاوه د پاک پوځ دستې هم په ريسکيو مشن کښې مصروف دي ۔ د پاک پوځ انجنيرانو په بونير،شانګله او سوات کښې د تباه شوي پلونو په عارضي توګه د جوړولو او بندې لارې بيا کهلاؤلو کارونه شورو کړيدي، مختلف علاقو کښې ميډيکل کيمپونه هم لګولي شويدي ۔