د باجوړ په ماموند تحصیل کښې تر ۲۱م د اګست کرفیو لګول شوې ده چې د ترهګرو ډلو په ضد هدفمند اپریشن ترسره شي
په قبایلي سیمه ضلع باجوړ کښې د ترهګرو ډلو په ضد عملیات کولو لپاره په
تحصیل ماموند کښې عملیاتو له امله په ۲۴ سیمو کې ګرځبندیز لګول شوی دی۔
د خیبرپښتونخوا د داخلې څانګې تر منظوري وروسته ضلعې ادارې اعلامیه خپره کړې ده۔
د اعلامیې له مخې د ګرځبندیز پر مهال په سړک ګرځیدل او له کوره بهر راوتل منع دي۔
په اعلامیه کښې ویلې شوي دي چې ګرځبندیز به له اګست پر ۱۶مه د ماښام له ۵ بجو څخه د اګست تر ۲۱مې پورې د ماښام تر ۵ بجو پورې عملي وي.
دلته مهمه ده او باید یادونه وشی چې صوبایی حکومت او امنیتي ځواکونو له لوري وسله والو ډلو ته د ځایی مشرانو جرګې له لارې مهلت ورکړل شو چې دوی دې د باجوړ بعضې سیمو څخه اووځي خو د مشرانو جرګه وسله والو سره په خبرې کښې بریالۍ نه شوه او صوبایی حکومت پریکړه وکړه چې په دې سیمو کښې به د ترهګرو ډلو په ضد عملیات وشي ترڅو د ځایی اولس ژوند او مال خوندي شي او امنیت په ځای شي.
په اعلامه کښې ویلې شوي دي چې خلک دې په یادو شوو وختونو کښې خپل ټول کاروونه پای ته ورسوي او په کورونو کښې دې پاتې شي، په اعلامیه کښې زیاتوي که اولس دا کار و نه کړې او له لارښوونې سرغړونه وکړي نو د هر ډول ناخوښې پېښې مسؤلیت به هم د دوی پر غاړه وي۔
 
								 
								 
								 
								 
								 
								 
								