تازه خبرونه

د پاکستان او امریکا اقتصادي لړ کښې مهم بیان مخې ته راغلې

د پاکستان او امریکا ترمینځ اقتصادي تړون
مونږ د نویو اقتصادي همکاریو، د مهمو معدني موادو او هایدروکاربن په برخه کې د ګډو کاروباري مشارکتونو ته سترګې په لار یو: مارکو

دا اقتصادي تړون د پاکستان او امریکا په اقتصادي اړیکو کښې یو نوې بدلون او پرمختګ دې

د امریکا بهرنیو چارو وزارت دا څرګندونې د دواړو هېوادونو ترمنځ د تازه سوداګریز تړون وروسته شوې، چې له مخې به د پاکستاني صادراتو پر تعرفو کمی راشي او پانګونه به زیاته شي

د پاکستان او متحده ایالاتو ترمینځ د اقتصادي تړون او پرمختګ په اړه یو مهم خبر مخې ته راغلې دې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د پاکستان د خپلواکۍ ورځې په مناسبت د یو بیان له لارې یو مهم د اقتصادي پرمختګ په اړه بیان خپور کړې دې، هغه ویلي چې واشنګټن غواړي له پاکستان سره د مهمو معدني موادو او هایدروکاربنونو په برخه کې همکاري پراخه کړي.

باید یادونه وشی چې دا څرګندونې د دواړو هېوادونو ترمنځ د تازه سوداګریز تړون وروسته شوې، چې له مخې به د پاکستاني صادراتو پر تعرفو کمی راشي او پانګونه به زیاته شي.

د پاکستان د سوداګرۍ وزیر ویلي، امریکا ته به د بلوچستان په لویو کانونو کې د پانګونې فرصتونه ورکړل شي، چې پکې د ریکو ډیک پروژه شامله ده کومه چې د نړۍ له سترو سرو زرو او مسو کانونو څخه یوه لویه پروژه ده.

. روبیو زیاته کړې چې مونږ د نویو اقتصادي همکاریو، د مهمو معدني موادو او هایدروکاربن په برخه کې د ګډو کاروباري مشارکتونو ته سترګې په لار یو.

دلته ددې خبرې باید یادونه وشی چې امریکا او پاکستان ترمینځ دا پرمختګ د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو ښه‌والی ښيي، په ځانګړي ډول د ترهګرۍ ضد همکارۍ او سوداګرۍ په برخو کې دا یو لوی مثبت بدلون دې چې د پاکستان په اقتصاد به ښه مثبته اغیزه وکړي

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *