تازه خبرونه

د خیبر پښتونخوا چورلکه راغورځیدلې: درې کسان شهیدان شوي دي

خیبرپښتونخوا کښې بارانونو او سیلابونو ویجاړي او بربادي کړې.

1 min read

ډي سی ویلي دي چې د نورو لادرکه کسانو د موندلو لپاره هڅې روانې دي

راپورونه او سرچینې وایی چې په ټوله خیبر پښتونخوا کښې د مړو شمیره ۱۴۶ یو سل شپږ څلویښت ته رسیدلې او ګن شمیر کسان لادرکه دي

August 15, 2025

وزیراعلی خیبر پښتونخوا ویلي دي چې د صوبایی حکومت دویمه چورلکه په بونیر کښې ریسکیو اپریشن کښې برخه اخلي

د خیبر پښتونخوا حکومت تاید کړې چې سرکاري هیلي کاپټر ایم آیی ۱۷ چې له پیښور څخه ی الوت پیل کړو د خراب موسم له امله په مومندو کښې رانسکوره شوې ده.

صوبایی حکومت په یو خپور پیغام کښې ویلي دي چې دا چورلکه د باجوړ ننې پیښې د ژغورنې اپریشن لپاره پیښور څخه الوت پیل کړو خو د خراب موسم له وجهې د مومندو په چینکي بانډه کښې را اوغورځیدله.

په بیان کښې ویل شوي دي چې په دې پیښه کښې د هیلي کاپټر د عملې درې اهلکار شهیدان شوي دي.

دلته ددې خبرې باید یادونه وشي چې لږ ساعت وړاندې د صوبایی حکومت له لوري د وزیراعلی بیان خپور کړې شو.

وزیراعلی له لوري خپور بیان کښې اوویل شول چې هیلي کاپټر سره د مومندو په سیمه کښې د خراب موسم له امله اړیکه پرې شوه.

دلته ددې خبرې هم باید یادونه وشي چې وزیراعلی په خپل بیان کښې ویلي دي چې د صوبایی حکومت یوه دویمه چورلکه په بونیر کښې د ریسکیو اپریشن کښې برخه اخلي.

خیبر پښتونخوا کښې سختو بارانونو او سیلابونو ځایی اولس ته زیان اړولې دې.

د خیبر پښتونخوا په بیلا بیلو سیمو ، ګلګت بلتستان او آزاد کشمیر کښې د تندر غورځیدلو، د غرونو ښویېدنې او سېلابي اوبو پراخه تباهي رامنځته کړې ده، په بېلابېلو پېښو کې تر اوسه ۷۸ کسان وژل شوي او ګڼ شمېر نور لا درکه دي۔

د ریسکیو چارواکو په وینا، د خیبر پښتونخوا د باجوړ په جبراړۍ سیمه کښې تېر ماښام راغلې سېلابي څپو ګڼ کورونه وران کړي او د رابطې سړکونه او پُلونه یې ویجاړ کړي دي.

چارواکي وايي چې تر اوسه د بېلابېلو پېښو څخه د ۲۱ کسانو مړي را ایستل شوي، خو سیمه ییز خلک وایي چې اووه کسان لا هم ورک دي او د هغوی لټون روان دی۔ درې ټپیان تر لومړنۍ طبي مرستې وروسته روغتون ته لېږدول شوي دي۔

ډي سي باجوړ رسنیو ته ویلي دي چې د ملبې نه ی ۹ نهه کسانو مړي را اایستلي دي.

ډي سی ویلي دي چې د نورو لادرکه کسانو د موندلو لپاره هڅې روانې دي. د مړو موندنې او د ریسکیو اپریشن څارنه په خپله ډي سي شاهد علي او اسسټنټ کمشنر خار ډاکټرصادق علي کوله.

له بلې خوا د مانسهره ضلعې د بټګرام په سیمه کې د شپې ناوخته د سخت باران له امله ګڼ کسان د سېلاب په څپو کښې لاهو شوي دي۔ په بټګرام کښې اووه کسان وژل شوي او په شانګله کښې یو کس وژل شوی دی۔

پولیس وايي چې په دغه سیمه کې ګڼ کورونه ویجاړ شوي او د مالدارۍ زیات شمېر څاروي هم د سېلاب اوبو لاهو کړي، چې د هغوی د موندلو هڅې روانې دي۔

د پیر بابا روغتون بونیر ته تر اوسه ۴۳ مړي راوړل شوي دي۔ د پیر بابا روغتون د طب مشر ډاکټر امتیاز وایي چې د پیر بابا او شاوخوا سیمو څخه راوړل شويو مړو کې ۲۵ ښځې او ۱۸ ماشومان شامل دي۔

بلخوا، د بونیر مرستیال کمیشنر تایید کړې چې د طوفاني بارانونو او سېلابي څپو له امله ۷۵ کسان وژل شوي، چې تر اوسه د ۵۶ کسانو مړي روغتون ته رسول شوي دي

تردې دمه راغلي راپورونو وایی چې په خیبر پښتونخوا کښې تراوسه ۱۴۶ کسانو ژوند له لاسه ورکړې او ګن شمیر کسان چې په سیلابي اوبو کښې لاهو شوي، د موندلو هڅې روانې دي.

Related Articles

نن وزیراعلی خیبر پښتونخوا سهیل افریدي په باړه تحصیل کې د خیبر امن جرګې ته وینا وکړه خو ددې سیمې اولس مایوسه ښکاري ځکه هغه کومه پرمختیایی پروژه اعلان نه کړه

October 25, 2025

د خیبر پښتونخوا وزیراعلی سهیل افریدي له وفاق څخه غوښتنه کړې چې د صوبې حق دې زر تر زره موږ ته راکړل شي

October 25, 2025

د ضلع خیبر په تحصیل باړه وسله وال صدر عرف ابوذر د لوبو د سیالۍ په اړه راجوړې شوې غونډې ته ورغلې او وینا ی کړ ېده

October 25, 2025

پرون د خیبر پښتونخوا د هنګو ایس پي اپریشنز زبیر په یو ترهګریز برید کې شهید شو

October 25, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *