تازه خبرونه

معرکه حق آپريشن د هند واکمنو تکبر خاورې کړې وو،که مودي د پاکستان يو څاڅکې اوبه هم بند کړې،د سخت جواب سره به مخ شي،وزيراعظم

معرکه حق آپريشن د پاکستان د آزادۍ دفاع کول وو، وزيراعظم شهباز شريف
که هند دوباره جارحيت وکړو نو داسې جواب به ورکړو چې ټول عمر به ئې ياد ساتي،وزيراعظم

د پاکستان د برخې اوبه هيڅوک نشي بندولې، وزيراعظم

مونږ چې آزادي ترلاسه کړېده نو د دې دفاع هم کولې شو،د دښمن هر قسم جارحيت به ناکامه کوؤ،وزيراعظم شهباز شريف

اسلام آباد کښې د ځوانانو نړي والې ورځې په مناسبت يوې دستورې ته وينا په وخت وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې په څوارلسم اګست خو پاکستان آزاد شوېدے ولې په لسم مئي يو نوي پاکستان د ټولۍ نړۍ د وړاندې رابرسيره شوېدے ۔ د وزيراعظم وينا وه چې مئي مياشت کښې دښمن د پاکستان خلاف جارحيت وکړو خو د پاکستان باتور پوځ ورله داسې جواب ورکړو چې د هند ټول تکبر ئې خاورې کړو او د خپل ملک د آزادۍ او خپلواکۍ تحفظ مو يقيني کړو ۔ وزيراعظم شهباز شريف زياته کړه چې پاکستان په شپږم او لسم مئي د هندوستان د جارحيت غاښ ماتي جواب ورکړې وو دې څلور ورځني جنګ کښې مو دښمن ته داسې سبق وښودلو چې ټول عمر به ئې ياد ساتي، پاک فضائيه د څلور رافيل بشمول د هند شپږ الوتکې راغورځولې وې او ثابت مو کړه چې پاکستان يو آزاد ملک دے او د دې آزادۍ دفاع هم کولې شي ۔ خپل تقرير دوران وزيراعظم شهباز شريف د سند طاس د معاهدې ذکر هم وکړو او وئي وئيل چې د پاکستان خلاف د ناکام جارحيت نه پس نريندر مودي د سند طاس معاهدې د معطلۍ اعلان کړېدے خو د دې معاهدې مطابق هند د پاکستان د برخې د اوبو مخ اړولو اختيار نه لري ۔ وزيراعظم شهباز شريف خبردارې ورکړېدے که چرې دښمن د پاکستان يو څاڅکې اوبه هم بند کړے نو داسې سخت جواب به ورله ورکړو چې هند واکمن به توبه ويستو باندې مجبورا شي ۔

Related Articles

د پاکستان سمندري ځواک له لوري د «تیمور» هوايي توغول کېدونکي کروز توغندي بریالی ازمایښت ترسره شو، چې د هغوی د عملیاتي چمتووالي څرګندونه کوي

April 21, 2026

په سعودي عرب کې د هند د ملي امنیت سلاکار اجیت دووl ته سوړ او بې‌پام هرکلی وشو؛ د لوړو چارواکو نشتون د هند د سفارتکارۍ پر ناکامۍ ټینګار کوي

April 21, 2026

په اسلام‌آباد کې د چاودېدونکو موادو د موندنې او د ټرافیکي بندیزونو په اړه د افغان تبلیغاتي اکاونټ ادعا بې‌اساسه بلل شوې ده

April 21, 2026

د ترهګرۍ پر ضد اوږده جګړه وي او که د اقتصادي محاذ ستونزې، دې ملت د فقر په همدې تودوخه کې خپله خودي ځلېدلې ده

April 21, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *