تازه خبرونه

د نړۍ لوئي جمهوري ملک هند کښې د جمهوريت پورې ملنډې، دهاندلۍ خلاف احتجاج باندې راهول ګاندي بشمول نورو مشرانوګرفتاري او رهائي

د انتخاباتو دهاندلۍ په معامله سياست نه کوؤم بلکه د جمهوريت د مضبوطتيا او تحفظ جنګ کوؤ،راهول ګاندي
د نړۍ لوئي جمهوري ملک هند کښې د جمهوريت پورې ملنډې، دهاندلۍ خلاف احتجاج باندې راهول ګاندي بشمول نورو مشرانوګرفتاري او رهائي

دهاندلۍ خلاف ريلي،راهول ګاندي ګرفتاري او رهائي

د راهول ګاندي په مشرۍ کښې د کانګرس غړو انتخابي فهرستونو کښ د بے ضابطګو او په اليکشن کښې د دهاندلۍ خلاف نوي دلي کښې احتجاجي ريلي ويستلي وه او د اليکشن کميشن دفتر په لور روان وو چې پوليسو راهول ګاندي، پرينکاګاندي بشمول د کانګرس نورو کسان ګرفتار کړي وو۔ د اپوزيشن مشرانو وينا وه چې احتجاج ئې پرامن وو او ووټر لسټونو په حواله خپل موقف او تحفظات ئې اليکشن کميشن سره شريک کولو لپاره د چيف اليکشن کمشنر نه د ملاقات وخت هم اخستې وو خو پوليسو په دوي حمله وکړه او مشران ئې ګرفتار کړل ۔ د نوي دلي پوليس افسر ديوش کمار رسنيو ته وئيلي دي چې اپوزيشن مشرانو ته صرف ديرش ممبران اليکشن کميشن ته د راوستلو هدايت شوې وو ولې دوي لوئي شمير کښې جلوس را روان کړي وو چې لوجې ئې پوليسو ځني مشران نيولي وو۔ راهول ګاندي د پوليسو په دې غيرقانوني اقداماتو سختې نيوکي کړيدي او وئيلي ئي دي چې نريندر مودي ټول اولس او نړۍ ته ثابته کړه چې بي جے پي هميشه د دهاندلۍ په ذريعه اليکشن کښې کاميابي ترلاسه کړيده ۔ راهول ګاندي وائي چې د هغوي احتجاج د ووټ د غلا مخ نيوي او د انتخاباتو لپاره شفاف ووټر لسټونه د جوړولو لپاره شوي وو خو حکومت له خبردارې ورکوؤ چې دا ګرفتارۍ او جيلونه د جمهوريت د ودې لپاره د اپوزيشن مبارزه نشي کمزورې کولے ۔ د احتجاجي مظاهرو نه مخکښې اپوزيشن مشرانو لوک سبها اجلاسونو کښې هم دا معامله پورته کړي وه او صحيح او تصديقي ووټر لسټونه د جوړولو مطالبه ئې کوله ولې حکومت لخوا د اپوزيشن مطالبې مسترد کولو نه پس دوي په روډونو او اليکشن کميشن مخې ته د احتجاج اعلان کړي وو۔ راهول ګاندي دريز لري چې اليکشن لپاره داسې ووټرلسټونه تيار شويدي چې پکښې د ووټرانو د اصل ايډريس په ځائې غلطې پتې درج شويدي او جعلي تصويرونه په ووټر لسټونو کښې لږولي شويدي، د هند اپوزيشن ليډر دعوي لري چې د دې دهاندلۍ په ذريعه بي جے پي د سل نه سيوا نشستونه ګټلي دي او مودي د ووټ غلا او دهاندلۍ په ذريعه په اقتدار دوباره قابض شوېدے ۔

د بهار رياست اسمبلۍ اليکشن نه مخکښې دهاندلي


د هند اپوزيشن ډلې په داسې مهال د دهاندلۍ خلاف تحريک شورو کړېدے چې د نومبر په مياشت کښې د بهار رياست د اسمبلۍ انتخابات کيدونکي دي او دې اليکشن نه مخکښې حکومت د دهاندلۍ لويه منصوبه تياره کړېده او په ووټر لسټونو کښې ئې داسې کسان شامل کړيدي چې هغوي ډيره موده مخکښې مړه شويدي دغه رنګ د لکونو مسلمانانو نومونه د دې ووټر لسټونو نه ويستلي شويدي او په يو نوم ګڼ شمير ووټ نمبرې جاري کړي شويدي ۔ د کانګرس،آر جے ډي مشرانو تور لګولې دے چې د دهاندلۍ لپاره اليکشن کميشن مشين ريډايبل ووټر لسټونه اپوزيشن پارټو له نه ورکوي،د لوک سبها نه علاوه د هريانه او مهاراشټر اسمبلو اليکشن هم د موجوده ووټر لسټ مطابق شوي وو او د ووټ په دې غلا کښې اليکشن کميشن د حکومت سره شريک دے ، راهول ګاندي ، پرينکا ګاندي او د کانګرس نور مشران د ګرفتارولو نه پنځه ګهنټې پس پوليسو دوباره رها کړي وو ۔

Related Articles

د پاکستان سمندري ځواک له لوري د «تیمور» هوايي توغول کېدونکي کروز توغندي بریالی ازمایښت ترسره شو، چې د هغوی د عملیاتي چمتووالي څرګندونه کوي

April 21, 2026

په سعودي عرب کې د هند د ملي امنیت سلاکار اجیت دووl ته سوړ او بې‌پام هرکلی وشو؛ د لوړو چارواکو نشتون د هند د سفارتکارۍ پر ناکامۍ ټینګار کوي

April 21, 2026

په اسلام‌آباد کې د چاودېدونکو موادو د موندنې او د ټرافیکي بندیزونو په اړه د افغان تبلیغاتي اکاونټ ادعا بې‌اساسه بلل شوې ده

April 21, 2026

د ترهګرۍ پر ضد اوږده جګړه وي او که د اقتصادي محاذ ستونزې، دې ملت د فقر په همدې تودوخه کې خپله خودي ځلېدلې ده

April 21, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *