د پاکستان تحریک انصاف پخواني مشر او د عمران خان پخواني د مطبوعاتي چارو سلاکار، فیا ض الحسن چوهان، انکشاف کړی چې د کرتارپور د لارې د پرانېستې پر مهال پخواني وزیراعظم ته ورکړل شوی د سرو زرو لوټه ی د پیتلو په لوټه بدله کړه او بیا یې پر دغه لوټه د سرو زرو رنګ ولګولو او د توشه خانې ته ی وسپارله.
فیاض الحسن چوهان د یو مرکې پر مهال وویل چې تاسو به لویې لویې د فساد کیسې اورېدلي وي، خو د ۲۰۱۹ کال د جنورۍ یا فبرورۍ په میاشت کې چې د کرتارپور د لارې د پرانېستې مراسم ترسره شول، په دغه مراسمو کې ریټایرډ جنرال قمر جاوید باجوه او په هغه وخت کې وزیراعظم (عمران خان) ګډون درلود
په دې موقعه سکهـ وګړو پخواني وزیراعظم عمران خان ته د سرو زرو یو لوټه د ډالۍ په توګه ورکړه .
چوهان د عمران خان او د هغه مېرمنې بشریٰ بي بي نومونه له اخیستو پرته هغوی ډېر غټ دوکه باز، لالچي او حرص کوونکي وبلل او ویې ویل چې دوی هغه د سرو زرو لوټه د راولپنډۍ په صرافه بازار کې د پیتلو په لوټه بدله کړه، بیا یې د پیتلو په لوټه د سرو زرو اوبه رنګ کړې او توشه خانه کې ی جمع کړه خو اصلي د سرو زرو لوټه یې خپل ځان سره وساتله ،هغه اوویل او زیاته ی کړه چې دا ددوی د کربشن لیول وو. .
پخواني صوبایي وزیر خپلې خپلې خبرو ته دوام ورکولو سره اوویل چې عمران خان ته له مالیزیا څخه یو ډینر سیټ ډالۍ کړې شو، چې پکې پلیټونه او پيالې شاملې وې، خو هغه دا پیالۍ او پلیټونه د راولپنډۍ په راجه بازار کې وپلورلې۔
فیاض الحسن چوهان وویل چې دوی به ویل چې نړۍ مې لیدلې ده، ، شهرت، عزت، وقار، پیسې او هر څه مې لیدلي دي، خو دا یو لالچي سړی او لوټه غل دی۔ نن زه د ټولې نړۍ پر وړاندې هغه ته د لوټې غل لقب ورکوم۔ بدبختانه، دا د پاکستان هغه پخوانی وزیراعظم دی چې لوټه غل دی۔ هغه ټینکار کوي او وایی چې خبره سمه ده چې لوټه د سرو زرو وه، خو دوی بیا هم لوټه غل دې.
نوموړي اوویل چې نن که ۱۴ اګست وي یا د ۶ سټمبر، دا سړې د پاکستان عزت، وقار، سوکالي، سالمیت، خوددارۍ او راتلونکي جنازه اوباسي او وایی دوی د آزاد کړې شي او پاتې دې هر څه دې تباه شي۔ هغه وایی او زیاتوي چې د ۱۴ اګست لپاره چې د دوی کوم پلان دې په هغه کې به هم دوی ذلیل او خوار شي.
دلته ددې خبر باید یادونه وشي چې د پنجاب پخوانۍ د اطلاعاتو وزیر فیاض الحسن چوهان په ۲۰۲۲ کې عمران خان خپل د مطبوعاتو سلاکار ټاکلی وو.
بل لوري ته، د کرتارپور لارې هغه مهال د سکهـ ویاند مهندر پال سنګ د فیاض الحسن چوهان دعوې رد کړې او ویلي ی دي چې په دروغجنو باندې دې د خدای لعنت وي او مونږ عمران خان ته هېڅ داسې کومه لوټه نه ده ورکړې .