تازه خبرونه

دوه مياشتو دوران د فيلډ مارشل عاصم منير د امريکې دوئمه مهمه دوره، پوځي او سياسي قيادت سره ئې ملاقاتونه کړيدي

فيلډمارشل عاصم منير د سينټ کام د کمانډر د کمان بدلون په دستوره کښې شرکت کړې وو،امريکني چارواکو سره ئې دفاعي تعاون په معاملو خبري کړيدي

1 min read

دوه مياشتو دوران د فيلډ مارشل عاصم منير د امريکې دوئمه مهمه دوره، پوځي او سياسي قيادت سره ئې ملاقاتونه کړيدي

فيلډ مارشل عاصم منير د امريکې دوره او مهم ملاقاتونه

August 10, 2025

آئي ايس پي آر لخوا جاري شوي بيان کښې وئيلي شويدي چې فيلډ مارشل عاصم منير د امريکې سرکاري دوره کړې وه،د خپلې دورې په مهال فيلډ مارشل د امريکې اعلي پوځي او سياسي قيادت نه علاوه پاکستاني کميونټي ممبرانو سره ئې ملاقاتونه کړي وو ۔ فيلډ مارشل عاصم منير په ټيمپا کښې د امريکې سينټرل کمانډر د کمان د بدلون په دستوره کښې شرکت کړي وو۔ دې دستوره کښې د سينټ کام ريټائرډ شوي کمانډر جنرل مائيکل اي کوريلا خپل کمان پريښودې وو او نوي کمانډر ايډمرل بريګيډ کوپر ته ئې چارج حواله کړي وو ۔ آرمي چيف عاصم منير د دې دستورې په موقع د ريټائرډ شوي کمانډر جنرل کوريلا د خدماتو او د پاکستان او امريکې ترمينځ پوځي تعلقات مضبوطولو لپاره د هغه د کردار ستائينه ئې کړيده ۔ چيف آف آرمي سټاف عاصم منير د سينټ کام نوي کمانډر ايډمرل کوپر له مبارکي ورکړيده او هغه لپاره ئې د نيک خواهشاتو اظهار کړې وو،فيلډ مارشل عاصم منير د مشترکه سيکيورټي چيلنجونو د مخ نيوي لپاره د پاکستان او امريکې په تعاون د اعتماد اظهار کړېدے ۔

د امريکې او نورو ملکونو پوځي مشرانو سره د فيلډمارشل ملاقاتونه

د امريکې د دورې په مهال فيلډ مارشل د امريکې چيئرمين جوائنټ چيفس آف سټاف جنرل ډين کين سره ملاقات کړېدے او ورسره ئې پيشه ورانه امورو او د شريکې دلچسپې په معاملو خبرې کړيدي، د ملاقات دوران فيلډ مارشل عاصم منير امريکني جرنيل ته د پاکستان د دورې بلنه هم ورکړيده ۔ د نورو ملکونو د پوځي مشرانو او فيلډ مارشل عاصم منير ترمينځ هم غيررسمي ملاقاتونه شويدي چې پکښې دوه اړخيزه اړيکو،ترهه ګرۍ خلاف روان جنګ او په نورو مهمو معاملو خبري شويدي ۔ د آئي ايس پي آر بيان ترمخه فيلډ مارشل عاصم منير په امريکه کښې اوسيدونکي د پاکستاني کميونټي ممبرانو سره د مکالمې او بحث مباحثې په يو نشست کښې هم شرکت کړي وو ۔ پاکستاني کميونټي ممبرانو ته وينا په مهال فيلډ مارشل عاصم منير د ملک معيشت د ودې لپاره د بهرملکي پاکستانيانو د کردار ستائينه کړيده او ووئيلي ئي دي چې پاکستاني کميونټي دې د ملک روښانه مستقبل په حواله پراعتماده اوسي او پاکستان کښې سرمايه کارۍ ته وده ورکولو لپاره دې بهرملکي پاکستانيان خپل کوششونه جاري وساتي ۔ پاکستاني کميونټي د ملک ترقۍ کښې د خپلو مرستو او هر قسم تعاون جاري ساتلو د عزم اظهار کړېدے ۔

پاک امريکه پراخه تعلقات او د اعلي قيادت دورې

د امريکني صدر ډونلډ ټرمپ په قيادت کښې د پاکستان او امريکې ترمينځ اړيکو کښې مثبت پرمختګ رامخې ته شوېدے،د دواړو ملکونو دا تعلقات د جوبائيدن دور حکومت کښې دومره مضبوط نه وو،د دواړو ملکونو سياسي او عسکري قيادت ترمينځ د رابطو،ملاقاتونو او د دورو سلسله کښې هم اضافه راغلې ده، د دوه مياشتو دوران فيلډ مارشل عاصم منير په دوئم ځل د امريکې کاميابه دوره کړېده دې نه مخکښې هغه د صدر ډونلډ ټرمپ په خصوصي بلنه جون مياشت کښې واشنګټن ته تلې وو،اوول هاؤس کښې ئې ټرمپ سره ملاقات کړې وو او د هغه لخوا ورکړي شوي لنچ په دعوت کښې ئې ګډون کړي وو ۔ د دې رابطو او ملاقاتونو لوجې دواړو ملکونو ترمينځ نوي تجارتي معاهده هم شويده او امريکني صدر ډونلډ ټرمپ امريکې ته د نورو ملکونو په درآمدي مالونو چې کوم ټيرف لګولې وو په هغې کښې هم پاکستان سره خصوصي رعايت شوي وو او د منطقې د نورو ملکونو په نسبت په پاکستان د امريکني ټيرف شرح ډيره کمه ده ۔ دواړو ملکونو ترمينځ اړيکې نورې پراخه کولو لپاره خارجه وزير اسحاق ډار هم تيره مياشت د امريکې دوره کړي وه او د خپل هم منصب مارکو روبيو سره ئې ملاقات کړي وو ۔ امريکني چارواکي هم د سيمې د امن او استحکام لپاره د پاکستان د کردار نه مطمئين ښکاري د امريکې خارجه وزير د اسرائيل او ايران جنګ بندۍ کښې د پاکستان د مثبت کردار ستائينه کړيده ۔په شپږويشتم جولائۍ د پاکستان په دوره راغلي د امريکې ريټائرډ شوي سينټ کام مشر جنرل اي کوريلا له نشان امتياز( ملټري) اعزاز هم ورکړي شوي وو۔ امريکني جرنيل له دغه اعزاز د پاکستان او امريکې ترمينځ سټريټجکي دفاعي تعاون سيوا کولو او د سيمې د امن او استحکام لپاره مهم کردار ادا کولو لوجې ورکړې شوي وو ۔

Related Articles

د جي ډي آیی سرچینې وايي چې د نیول شوو ډیر کسان تر پلټنو لاندې دي، خو د تاجکستان موندنې ښيي چې د ډرون برید له افغان خاورې ترسره شوی وو

December 19, 2025

په ملګرو ملتوکې د کشمیریانو لپاره د حق غوښتنې په دې قرار داد کې د هند د ولکې لاندې جمو او کشمیر او د فلسطین د خلکو د خود ارادیت حق ته ځانګړې پاملرنه شوې

December 19, 2025

د امنیتي سرچینو ترمخه ځانمرګي برید ګر میران شاه سره نزدې بویا سیکوریټي کیمپ سره د بارودو ډک ګاړي ته چاودنه ورکړه – څلوريامنیتي سرتیرې معمولي ټپیان شوي

December 19, 2025

د پاکستان اقتصادي پرمختګ په اړه ایی بی ای او ایس بي پې د ۲۰۲۵ کال د ډسمبر سروې ښيي چې د کاروباري باور ۵۳ اعشاریه ۴ فيصدي ته زیات شوی

December 19, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *