تازه خبرونه

وزير دفاع خواجه آصف معرکه حق دوران د پاکستان الوتکې غورځولو په حواله د هند د ائيرچيف دعوې مسترد کړېدي

هندحکومت دې قام ته دروغ نه وائي،د الوتکو سټاک دې وشميري او حقيقت دې بيان کړي چې سندور ناکامه آپريشن کښې څومره الوتکې نقصاني شويدي،خواجه آصف

1 min read

وزير دفاع خواجه آصف معرکه حق دوران د پاکستان الوتکې غورځولو په حواله د هند د ائيرچيف دعوې مسترد کړېدي

معرکه حق آپريشن،پاکستاني الوتکو ته نقصان نه دي رسيدلې،خواجه آصف

August 9, 2025

په ايکس پاڼه ورکړي شوي بيان کښې خواجه آصف وئيلي دي چې د پاک هند جهګړې دوران د پاکستان يوه الوتکه هم نه ده غورځيدلې او نه تباه شويده ۔ خواجه آصف وائي چې د سندور آپريشن درې مياشتې پس د هند ائير چيف بيان څه نااشنا خبره ده بهارتي واکمنو له پکار دي چې د ناکامه سندور آپريشن اصل حقائق دې اولس ته په ډاګه کړي۔ د وزير دفاع بيان ترمخه پاکستان چې کله د هند خلاف کاميابه جوابي کارروائي وکړه نو د خپلې کاميابۍ نه مو ټوله نړۍ خبر کړه چې د هندوستان رافيل بشمول شپږ جازونه مو غورځولي دي،ايس ۔ 400 دفاعي نظام او ډرون الوتکې مو ورله تباه کړيدي ۔ خواجه آصف خپل بيان کښې زياته کړيده چې جنګونه د دروغو په دعوؤ نه بلکه اخلاقي برترۍ او پيشه وارانه مهارت د لارې ګټلي کيږي خو مودي انتظاميه صرف د سياسي ګټې لپاره خپل اولس ګمراه کوي ۔ وزير دفاع د هند حکومت له چيلنج ورکړېدے چې دواړه ملکونه به د خپل خپل الوتکو د موجوده ذخيرې غير جانبدارانه او آزادانه تحقيقات وکړو،الوتکې به هم وشميرؤ نو اصل حقائق به معلوم شي ۔ وزير دفاع هند حکومت له خبردارې ورکړيدے چې پاکستان د بنيان مرصوص آپريشن دوران د موثره جوابي کارروائۍ د لارې هند ته وښودله چې پاکستان په هيڅ صورت کښې هم د خپلې دفاع او خپلواکۍ خلاف ورزي نه مني که نريندر مودي آئنده لپاره هم د څه قسمه د جارحيت مظاهره وکړه نو د دې نه به هم ورته سخت جواب ملاؤيږي ۔

ناکامه سندور آپريشن او د فضائيه مشر بے بنياده دعوي

معرکه حق آپريشن کښې د پاکستان د غاښ ماتي جواب سره مخ کيدو نه پس ورځ تر بله د هندوستان وزيران او حکومتي چارواکي د ناکامه سندور آپريشن په حواله قسما قسم د دروغو بيانات جاري کوي ۔ د هند ائير چيف مارشل اے پي سنګ دعوي کړيده چې په پاکستان د حملو دوران د شپږ الوتکې تباه کړي شويدي ۔ بنګور کښې يوې دستورې ته وينا په وخت اے پي سنګ دعوي کړيده چې د پاکستان په ائيربيسز ولاړ شپږ الوتکې چې پکښې ايف ۔ 16 هم شامل وو په نښه کړي شوي وو او دا الوتکې ناکاره کړي شويدي ۔ د هند ائيرچيف د درې مياشتې خاموشۍ نه پس پاکستان ته سندور آپريشن کښې نقصان رسولو دعوي په داسې مهال کړيده چې د پهلګام د حملے او بيا د پاکستان خلاف ناکامه جارحيت په معامله د هندوستان په پوځ ،فضائيه او وزيراعظم نريندر مودي باندې د کور دننه او بهر سختې نيوکي کيږي، اولس نه اصل حقائق پټ ساتلو لپاره مودي د پارليمنټ په اجلاس کښې سندور آپريشن باندې بحث کولو نه هم ويريدو او د اپوزيشن بار بار مطالبو نه پس ډير وخت پس ئې دغه اجلاس رابللي وو ولي د پارليمنټ ممبرانو د اجلاس دوران سندور آپريشن کښې ناکامي پټه ساتلو باندې په حکومت سختې نيوکې کړې وې، پارليماني ممبرانو د حکومت نه مطالبه کړي وه چې د رافيل او نور حاضر سټاک الوتکو شميره دې اوشي چې پاکستان او د امريکې صدر ډونلډ ټرمپ د هند الوتکې غورځيدو په حواله کوم بيانات ورکوي د هغې به هم دروغ او رښتيا معلوم شي خو د هند وزيرانو دغه مطالبې رد کړيدي۔ اوس درې مياشتې پس د هند ائير چيف په پاکستان دې بے بنياده دغوؤ ثابته کړيده چې مودي انتظاميه په هيڅ صورت کښې دا نه غواړي چې د هندوستان اولس دې د سندور آپريشن د ناکامۍ او د ملک دفاعي نظام د کمزورې نه خبر شي ۔

Related Articles

افغان طالبانو غوښتنه کړې وه چې په دې خبرو کې د کالعدم تحریک طالبان پاکستان پلاوې هم شامل کړي شي

October 26, 2025

د افغان طالبانو د مهاجرینو لپاره جوړه اداره وایی دوی افغان کورنیو سره نغدې مالي مرستې کوي

October 26, 2025

افتاب احمد خان شیرپاو د وزیردفاع خواجه محمد آصف بیان ته د تود غبرګون ښودلې او په هغه ی سختې نیوکې کړي

October 26, 2025

سرچینې وایی چې له پاکستان لوري پلاوي کې اووه غړي او د افغان لوري پلاوي کې شپږ د افغان طالبانو پلاوي غړي شامل وو چې د ترکي استنبول په یوه هوټل کې ی غونډه وکړه

October 26, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *