تازه خبرونه

ترهه ګرۍ مخ نيوي لپاره د پاکستان او تاجکستان مشترکه پوځي مشقونه (دوستي ۔ ll) پائي ته رسيدلي دي

مشقونه پنځه ورځې جاري وو،مقصد ئې د ترهه ګرۍ خاتمے لپاره د پوځ پيشه وارانه مهارت ښه کول وو
ترهه ګرۍ مخ نيوي لپاره د پاکستان او تاجکستان مشترکه پوځي مشقونه (دوستي ۔ ll) پائي ته رسيدلي دي

دوستي ۔ll، پاکستان او تاجکستان مشترکه مشقونه

آئي ايس پي آر لخوا جاري شوي يو بيان کښې وئيلي شويدي چې د دوستي ۔ ll په نوم د پاکستان او تاجکستان د پوځيانو ترمينځ مشترکه جنګي مشقونه کاميابۍ سره ختم شويدي ۔ بيان ترمخه دا مشقونه د تاجکستان په فخر بود بيس باندې د څلورم نه تر نهم اګست پورې جاري وو چې مقصد ئې د دواړو هيوادونو د پوځ د مشترکه تربيت په ذريعه د ترهه ګرۍ د مخ نيوي کارروائيو کښې شامل سيکيورټي دستو کارکردګي او پيشه وارانه مهارت ښه کول وو ۔ دې مشقونو کښې د پاک آرمي دوه ايکس کمبيټ ټيمونو او د تاجکستان د سپيشل فورسز څلور ايکس کمبيټ ټيمونو برخه اخستي وه او دې مشقونو ټول عسکري او سفارتي مقصدونه ترلاسه کړي وو ۔ د مشقونو اختتامي دستوره کښې د تاجکستان لپاره د پاکستان ډي اے (پي) کرنل محمد معظم ظفر د پاکستان لخوا خصوصي ميلمه په حيث شرکت کړي وو۔ د تاجکستان اعلي پوځي چارواکي هم په دې موقع موجود وو۔
آئي ايس پي آر بيان کښې وئيلي شويدي چې دې مشقونو سره د دواړؤ ملکونو ترمينځ پوځي تعلقات نور هم مضبوط شويدي او د ترهه ګرۍ د مخ نيوي لپاره د تجربو او تکنيکي مهارتونو تبادله هم شويده ۔

Related Articles

اسلام آباد د ډیپلوماټیک مرکز په توګه راڅرګندېږي؛ د امریکا او ایران خبرې د دوشنبې لپاره اټکل کېږي

April 18, 2026

د رحیمه بي بي قضیه د امنیتي ادارو هغه اندېښنې لا نورې هم پیاوړې کوي چې د ترهګرۍ په شبکو کې د ښځو کارول کېږي

April 18, 2026

ایران لا هم له امریکا سره د خبرو بل پړاو نه مني، سیمه کې تاوتریخوالی زیاتېدو اندېښنه شته

April 18, 2026

د قومونو په ژوند کې بدلون راځي؛ موږ هیله لرله، خو داسې ناڅاپي بدلون مو نه و تصور کړی

April 18, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *