تازه خبرونه

قبایلي سیمه سورغر کښې د داعش خراسان کمانډر وژل شوې

د سرچینو ترمخه نامعلومه وسله والو ځایی داعش کمانډر عبدالمالک او ورسره یوه ښځه په ډزو اووژل
قبایلي سیمه سورغر کښې د داعش خراسان کمانډر وژل شوې

د سرچینو ترمخه وژل شوې تن عبدالمالک د برقمبر خیل وو او د داعش ډلې کمانډر په توګه ی ذمه واري ترسره کوله

د پاک افغان بارډر ترڅنګ د خیبر ضلعې په سورغر سیمه کښې یوه خونړۍ پېښه، د داعش یو مشکوک قوماندان او یوه ښځه له نا معلومه وسله والو لوري په ډزو وژل شوي دي.

د سرچینو په وینا د سورغر په سیمه کښې د ډزو یوې پېښې په سیمه کښې ځایی اولس له سختو اندېښنو سره مخ کړي دي.

د اسلامي دولت د خراسان څانګې (داعش) سیمه ییز قوماندان عبد المالک د نامعلومو وسله والو په ډزو کښې ځای مړ شوی دی. د سرچینو ترمخه د هغه مړۍ په سورغر کښې په ګولیو ویشتل شوې موندل شوې دې. .

باوري سرچینې وایي، دا پېښه د تحصیل باړه رائفل هیډکوارټر د ۲۱۲ وینګ تر کمانډ لاندې د چوره او تنګي تر منځ سیمه سور غر کښې رامنځته شوه چرته چې ناڅاپه پرله‌پسې ډزې پیل شوې. سرچینې وایی او زیاتوي چې په دې پیښه کښې له عبد المالک سره یوه ښځه هم په ډزو لګیدلې او ژوند ی له لاسه ورکړې دې. .

پولیسو تایید کړه چې وژل شوی عبد المالک د خیال نور زوی او د داعش سیمه ییز قوماندان وو، چې د ترهګرۍ، قتل او نورو درنو جرمونو په تور حکومت ته مطلوب وو. بریدګر د ډزو وروسته له سیمې تښتېدلي دي. .

سرچینې زیاتوي چې عبد المالک د برقمبرخېل قبیلې و‌تړخېل له څانګې سره تړاو لرو خو تر اوسه هېڅ وسله‌والې ډلې د پېښې مسوولیت په غاړه نه دې اخستې. .

یاده دې وي چې په وادي تیراه کښې د امن د ټینګښت لپاره د برقمبرخېل د مشرانو او تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) تر منځ بریالي مذاکرات شوي وو او په پینځه نکاتي ایجنډا موافقه وشوه او له دې وروسته په وادي تیراه کښې د امنیت وضع ډېره ښه شوې وه

Related Articles

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار خپل ایران سیالس سره د ټیلفون لارې خبرې کړي او په یو شمیر مهمو ټکو ی ورسره ټینګار کړې دې

January 26, 2026

لنډي کوتل ته راغلي سیلانیانو له اړوند ادارو غوښتي چې په لنډي کوتل کې دې سیلګرۍ ته وده ورکولو لپاره عملي ګامونه پورته کړي

January 26, 2026

د خیبر پښتونخوا صوبایی حکومت کې د مخالف ګوند مشر ډاکټر عباالله پوښتنه کړې چې په دومره لویه اندازه کې صوبایی حکومت ته ورکړل شوې فنډ کوم ځای خرڅ شوې دې

January 26, 2026

د افغانستان طالبانو پر نوی قانون دیني عالمانو د ژورو اندیښنو څرګندونه کړې ده او دای اسلام سره په مخالف بللې دې

January 25, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *