تازه خبرونه

فتنه هند مرستيال ترهه ګرو خلاف د سيکيورټي ګهيرا سخت شوے، ژوب کښې نور ۱۴ ترهه ګر وژلي شويدي

دوه ورځو دوران افغانستان نه پاکستان ته داخليدونکي ۴۷ شرخوښي وژلي شويدي،حکومت او پوځ ملک نه ترهه ګرۍ د خاتمے عزم کړې
فتنه هند مرستيال ترهه ګرو خلاف د سيکيورټي ګهيرا سخت شوے، ژوب کښې نور ۱۴ ترهه ګر وژلي شويدي

ژوب:سيکيورټي فورسز کارروائي نور۱۴ ترهه ګر وژلي شوي

آئي ايس پي آر لخوا جاري شوي بيان کښې وئيلي شويدي چې بلوچستان کښې افغان پولې ته څيرمه د ژوب ضلعې په سمبازا علاقه کښې د فتنه هند پراکسيز ترهه ګرو خلاف آپريشن په دوئمه ورځ هم دوامداره وو چې پکښې نور ۱۴ ترهه ګر وژلي شويدي ۔ سيکيورټي فورسز دا عمليات هغه مهال شورو کړي وو کله چې ګڼ شمير شرخوښي د ګروپونو په شکل کښې پاکستان ته د داخليدو کوشش کولو۔ د شرخوښو خلاف موثره او فوري جوابي کارروائۍ په وخت تيره ورځ ۳۳ ترهه ګر وژلي شوي وو ، د وژلي شوي شرخوښو نه وسله او بارودي مواد هم برآمد شويدي ۔ آئي ايس پي آر بيان ترمخه پاک پوځ د ملک پولو او اولس د تحفظ پوخ عزم کړېدے د ملک امن او ترقۍ کښې خنډان اچونکي ترهه ګرو خلاف به پوځي عمليات جاري وي ۔

سيکيورټي فورسز ته د صدر او وزيراعظم خراج تحسين

صدر آصف علي زرداري او وزيراعظم شهباز شريف په سمبازا علاقه کښې د فتنه هند نور ۱۴ ترهه ګر وژلو باندې سيکيورټي فورسز ته خراج تحسين وړاندي کړېدے ۔ خپل بيانونو کښې صدر زرداري او وزيراعظم وئيلي دي د سيکيورټي فورسز باتور ځوانان او افسران د خپل ځانونو د قربانو په بدل د اولس او ملک د پولو تحفظ کوي، ټول قام د دوي قربانو ته سلام وړاندې کوي ، حکومتي مشرانو وئيلي دي چې ملک نه د ترهه ګرۍ ناسور د ختمولو لپاره ټول قام د سيکيورټي فورسز سره اوګه په اوګه ولاړ دے، ملک دښمنه عناصر به چرې هم خپل ناوړي عزائمو کښې کامياب نه شي ۔ وفاقي داخله وزير محسن نقوي،د صوبو ګورنرانو او وزرائے اعلي هم د سيکيورټي فورسز د کامياب عملياتو ستائينه کړيده

Related Articles

اسلام آباد د ډیپلوماټیک مرکز په توګه راڅرګندېږي؛ د امریکا او ایران خبرې د دوشنبې لپاره اټکل کېږي

April 18, 2026

د رحیمه بي بي قضیه د امنیتي ادارو هغه اندېښنې لا نورې هم پیاوړې کوي چې د ترهګرۍ په شبکو کې د ښځو کارول کېږي

April 18, 2026

ایران لا هم له امریکا سره د خبرو بل پړاو نه مني، سیمه کې تاوتریخوالی زیاتېدو اندېښنه شته

April 18, 2026

د قومونو په ژوند کې بدلون راځي؛ موږ هیله لرله، خو داسې ناڅاپي بدلون مو نه و تصور کړی

April 18, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *