تازه خبرونه

په غزه د اسرائيل د قبضې منصوبه، سيکيورټي کابينې د غزه کنټرول سنبهالولو منصوبه منظور کړېده

اسرائيل په فيصله د حماس سخت ردعمل،حملې سيوا کولوخبردارې، مختلف ملکونو د فلسطنيانو ملاټر کړې

1 min read

په غزه د اسرائيل د قبضې منصوبه، سيکيورټي کابينې د غزه کنټرول سنبهالولو منصوبه منظور کړېده

اسرائيل کابينې په غزه ښار د قبضې منظوري ورکړے

August 8, 2025

د ۶۲ زرو نه زيات فلسطنيان شهيدکولو او په سوؤنو د لوږۍ د لاسه مړه کولو نه پس اسرائيل په غزه د مکمل قبضې منصوبه تياره کړيده، د اسرائيل سيکيورټي کابينې اجلاس دوران د وزيراعظم نيتن ياهو د هغه منصوبې منظوري ورکړيده په کوم کښې چې هغه غزه د اسرائيل زير کنټرول راوستو او جنګ ختمولو لپاره پنځه تجويزونو وړاندي کړي وو۔ د کابينې د اجلاس دوران د اسرائيل آرمي چيف ايال زمير د وزيراعظم د منصوبې مخالفت کړي او خبردارې ئې ورکړېدے چې د دې فيصلې سره په پوځ دباؤ سيوا کيدې شي او حماس سره په قبضه کښې د يرغمالو ژوند هم د خطرې سره مخ کيدې شي ۔ په دې منصوبه د بحث او غور نه پس د کابينې زياتره ممبرانو په غزه ښار قبضه کولو منظوري ورکړېده ۔ نيتن ياهو چې د غزه جنګ لپاره کوم تجويزونه کابينې ته پيش کړې وو په هغې کښې حماس بے وسلې کول ، ټول يرغماليان بازيابول ،غزه په مکمله توګه غير پوځي جوړول او په غزه کښې يو متبادل سول انتظاميې د قيام مطالبه شوي وه ۔

حماس په اسرائيل حملې سيوا کولوخبردارې ورکړې

حماس د اسرائيل د کابينې فيصله مسترد کړې او وئيلي ئي دي چې د دې فيصلې به ډير بد اثرات رامخې ته شي،د حماس ډلې لخوا جاري شوي بيان کښې وئيلي شويدي چې د فلسطنيانو خلاف د اسرائيلي جارحيت اصل مقصد هم په غزه ښار قبضه کول وو خو اسرائيلي حکومت به چرې هم دې منصوبه کښې کامياب نشي ۔ بيان ترمخه نيتن ياهو د ذاتي مفاد لپاره اسرائيلي يرغمال هم وژلو ته غاړه ايښودې ده ۔ بيان کښې زياته کړي شويده چې اسرائيلي حکومت د جنګ بندۍ د مذاکراتو نه د تيښتې لار ګوري او دې لپاره ئې په غزه د قبضې منصوبه تياره کړيده ولې دې فيصلې سره به روان جنګ نور هم تيز شي ۔ حماس سره يرغمال کسانو د کورنۍ غړو هم د اسرائيل سيکيورټۍ کابينې اجلاس په فيصله سختې نيوکي کړيدي او د حکومت نه ئې مطالبه کړيده چې وړومبې دې ټول يرغمال حفاظت سره بازياب کړي او پس د هغې نه دې څه نوي جنګي حکمت عملي وټاکي، اسرائيلي ميډيا رپورټونو ترمخه خواؤ شا ديرش يرغماليان اوس هم په غزه ښار کښې د حماس په قيد کښي دي ۔

په غزه اسرائيل قبضه حالات نور خرابيدې شي

پاکستان،سعودي عرب،ترکيه،ايران،برطانيي او آسټريليا بشمول نورو ملکونو په غزه ښار د اسرائيل د قبضې د منصوبې په سخت ټکو کښې مذمت کړېدے او دې فيصلې سره غزه کښې جاري انساني بحران نور سيوا کيدو انديښنې ئې څرګند کړيدي،دې ملکونو اسرائيلي وزيراعظم نيتن ياهو باندې زور راوړېدے چې غزه کښې د فلسطنيانو خلاف روان ظلمونه دې په فوري توګه بند کړي او جنګ ته نوره وده ورکولو نه دې ډډه وکړي ۔ د اسرائيل اپوزيشن ياير ليپډ هم د سيکيورټي کابينې په فيصله د تشويش اظهار کړېدے او خپل يو بيان کښې وئيلي دي چې دا منصوبه به په لويه پيمانه په فلسطين او اسرائيل کښې تباهي خوره کړي او اسرائيل په سفارتي سطح يواځې کيدې هم شي

Related Articles

د مردان عبدالولي خان پوهنتون او ملګری ملتونو په مرسته د ډیجیټل تشدد په نوم سیمینار راجوړ کړي شوی وو ، په سیمینار کې زیات شمیر کې پوهانواو ځوانانو او زده کوونکو ګډون وکړو

December 7, 2025

هندي چارواکي وایی دوی پلټنې پیل کړي دي چې معلومه کړې چې د اورلګیدنې اصلي لامل معلوم کړي

December 7, 2025

تورخم کې د ماشومانو نیول: د سرچینو ترمخه داسې ماشومان جرایم پیشه ګروپونه او ترهګر دخپلو ناوړه مقصدونو لپاره کاروي، ځایی اولس د لنډي کوتل پولیسو لوري ماشومان په خپل حفاظت کې اخستل ستایلي

December 7, 2025

شهزاد اکبر او عادل راجا دواړو ویلي چې د دوی واپس غوښتل سیاسي غچ اخیستنه ده، ځکه دوی د پوځ د زیاتېدونکي نفوذ په اړه نیوکې کوي

December 6, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *