تازه خبرونه

پيرس کښې ۵۲ کالو راهسې په روړونو اخبار خرڅونکي پاکستاني وګړي علي اکبر د خدماتو اعتراف،د فرانس دوئم لوئي سول اعزاز ورته ورکړي شوے

فرانس صدر ميکرون ورله نيشنل آرډر آف ميرټ اعزاز ورکړې
پيرس کښې ۵۲ کالو راهسې په روړونو اخبار خرڅونکي پاکستاني وګړي علي اکبر د خدماتو اعتراف،د فرانس دوئم لوئي سول اعزاز ورته ورکړي شوے

نړۍ کښې د پاکستان نوم روښانه،۷۳ کلن اخبار فروش له فرانس لوئي اعزاز

د محنت،کړاؤ او د حلال رزق د ګټلو جذبه او کوششونه چرته هم نه ضائع کيږي ۔ د پيرس په روډونو او لارو کوڅو کښې ورځپاڼۍ او مجلې خرڅونکې درې اويا کلن علي اکبر د دې ښکاره مثال دے ۔ علي اکبر پاکستاني وګړې دے او د پيرس په روډونو او چوکونو تير دوه پنځوس کالو راهسې روزانه په نظر راځي هغه مجلې او ورځپاڼې خرڅوي ۔ په دې عمر کښې حلال رزق ګټلو، باقاعدګۍ سره خپلو کسټمرز له ورځپاڼۍ رسولواو د فرانس لپاره سماجي او قامي خدماتو په اعتراف کښې د فرانس صدر ميکرون هغه له د ملک دوئم لوئې سويلين اعزاز “نيشنل آرډر آف ميرټ” ورکولو اعلان کړيدے،د علي اکبر تعلق د پنډۍ سره دے،هغه کال دوه زره دري اويايم کښې فرانس ته تلي وو، د اخبارونه خرڅولو کار ئې شورو کړي وو کوم چې تر نن ورځ پورې جاري دے، د انټرنيټ او سوشل ميډيا په دې دور کښې هم د پيرس اوسيدونکي د علي اکبر نه مجلې او ورځپاڼې اخلي او د هغه د خدماتو نه ښه مطمئين دي ۔ علي اکبر وائي چې اخبارونه خرڅول او لوستل د هغه شوق دے چې تر څو ژوندې يي دا شوق به جاري ساتي ۔ د علي اکبر وينا ترمخه هغه هفته واره مجله چارلي هيبډو خرڅولو نه د خپل کار آغاز کړي وو او دا سلسله ئې اوسه پورې جاري ساتلي ده ۔ علي اکبر په روډونو اوچوکونو کښې د فرانس يواځنې اخبار فروش دے ۔ د فرانس نيشنل آرډر اف ميرټ اعزاز ترلاسه کول که د علي اکبر د خدماتو اعتراف دے نو بلخوا دې اعزاز په نړۍ کښې د پاکستان نوم هم روښانه کړېدے او د پاکستانيانو مثبت کردار ئې نړي ته ښودلې دے۔

Related Articles

د پاکستان سمندري ځواک له لوري د «تیمور» هوايي توغول کېدونکي کروز توغندي بریالی ازمایښت ترسره شو، چې د هغوی د عملیاتي چمتووالي څرګندونه کوي

April 21, 2026

په سعودي عرب کې د هند د ملي امنیت سلاکار اجیت دووl ته سوړ او بې‌پام هرکلی وشو؛ د لوړو چارواکو نشتون د هند د سفارتکارۍ پر ناکامۍ ټینګار کوي

April 21, 2026

په اسلام‌آباد کې د چاودېدونکو موادو د موندنې او د ټرافیکي بندیزونو په اړه د افغان تبلیغاتي اکاونټ ادعا بې‌اساسه بلل شوې ده

April 21, 2026

د ترهګرۍ پر ضد اوږده جګړه وي او که د اقتصادي محاذ ستونزې، دې ملت د فقر په همدې تودوخه کې خپله خودي ځلېدلې ده

April 21, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *