تازه خبرونه

په وادي تیراه کښې کالعدم ټي ټي پي سره د مشرانو جرګه کامیابه شوې

د جرګې ګډون والو ته په خپله وینا کښې حاجي ظاهرشاه افریدي اوویل چې دا زمونږ د ټول قام لپاره د الله تعالي لوري یو لوی فضل او رحم دې چې دا جرګه کامیابه شوه

1 min read

په وادي تیراه کښې کالعدم ټي ټي پي سره د مشرانو جرګه کامیابه شوې

د باجوړ او مومندو مشرانو هم وزیراعلی ته ویلي دي چې دوی په سیمه کښې نور پوځي اپریشن نه مني

August 5, 2025

پاک افغان بارډر سره نزدې د ضلع خیبر لرې پرته سیمه وادي تیراه کښې ناقانونه ګرځول شوې تحریک طالبان او برقمبرخېل قبیلې ترمنځ دویم پړاو جرګه بریالۍ شوې ده او د مشرانو پینځه غوښتنې ی منلي دي.

د پاکستان او افغانستان ترمنځ پولې ته نزدې د خیبر ضلعې د وادي تیراه په برباغ سیمه کښې د تحریک طالبان پاکستان او برقمبرخېل قبیلې ترمنځ د سولې لپاره خبراترو دویم پړاو په کامیابۍ سره پای ته ورسېد. دغه جرګه د قومي مشر حاجي ظاهر شاه اپریدی په مشرۍ وشوه، چې پکې د قبیلې مشران، دیني عالمان، د مدرسو او ښوونځیو زده کوونکي او ګڼ شمېر عام ولس ګډون وکړو.

سرچینې وايي، د مذاکراتو دا پړاو له هغې وروسته ترسره شو چې په لومړي پړاو کښې، چې د جولای په 28مه نېټه شوی وو ، د بر قمبر خیل مشرانو تحریک طالبان ته پنځه واضح مطالبات وړاندې کړي وو. طالبانو هغه مهال د خپلو مشرانو سره مشورې لپاره د اګست پنځمې نېټې پورې وحت غوښتې وو. .

د مذاکراتو پایله کښې تحریک طالبان پاکستان د قبیلې ټول پنځه مطالبات ومنل، چې له امله یې سیمه کښې د امن امیدونه را ژوندی شوي دي. .

د برقمبرخېل قبیلې پنځه مطالبات چې ومنل شول

د امن خوندیتوب په لړ کښې به

طالبان به په ولسي ځایونو، استوګن‌ځایونو، کورونو او حجرو د وسله‌والو بریدونو او فایرنګ څخه ډډه کوي، او د سرغړونې په صورت کښې به ککړو کسانو سره قانوني چلند کېږي، طالبان به په زور زکات ،چنده یا عشر نه راټولوي. د سرغړونې په صورت کښې سخت اقدام کیږي.

طالبان به په ځایی شخړو ، جرګو کښې مداخله نه کوي، او په شخړو کښې به جنګیالي د کوم تن طرفداري هم نه کوي. هغه کسان چې د قام د شرم سبب وي د هغوی په ضد به د قامي شوری په مرسته ګام اخستل کیږي.

د قتل ، تشدد، او تښتونې په اړه به لسټ قومي شوری ورکوي او که متاثره کسان بې ګناه ثابت شو نو د ککړو کسانو په ضد به سخت اقدام وشي.

په دې موقع مشر حاجي ظاهرشاه افریدي اوویل چې دا زمونږ د ټول قام لپاره د الله تعالي لوري یو لوی فضل او رحم دې چې دا جرګه کامیابه شوه. وې ویل چې ددې کامیابۍ ټول کریډټ د قام یووالي ته ځي چې ټول اولس یو شو او وس ټولو له په کار دي چې د شکرانې نمونځ وکړو ځکه دا بریا یواځې د جرګې نه بلکه دې ټول قام بریا ده.

دلته ددې خبرې باید یادونه وشی چې څو ورځې وړاندې په باغ میدان کښې داسې بدې پیښې وشوې چې ځایی اولس ی دې ته مجبور کړو چې په سیمه کښې د ناامني په ضد په یو اتفاق شي.

د برقمبر خیل مشر حاجي ظاهر شاه افریدي په مشرۍ کښې ټي ټي سره د خبرو لومړې ناسته وشوه او نن په ۵ اګست هم ناقانونه ګرځول شوې وسله والې ډلې سره د مشرانو جرګه وشوه چې د سیمې د امن په اړه ی ګټورې خبرې وکړو او غوښتنې ی اومنل شوې

Related Articles

په افغان چارواکو به د مالي او سفری بندیزونو نوې تګلاره پر طالبانو فشار زیات کړي او د وسلو پر لېږد هم بشپړ بندیز لګوي

December 6, 2025

د افغان طالبانو مخالف ګروپ این ایم ایف دعوی کوی ډرون او زمکنی برید د هند د استخباراتو په مرسته په دوه‌ پړاوو کی پلان شو ې و

December 6, 2025

د مردان او سوات سی ټی ډی ټیم او نوښار پولیسو استخباراتي عملیات ترسره کړل؛ سختې نښتې وروسته د انتخاب عالم ډلې یو مهم کمانډر له منځه وړل شوی، وسلې هم نیول شوي

December 6, 2025

بیګا شپې د پاکستان او افغانستان ځواکونو ترمنځ په سپین بولدک سرحد یو بل د درنو ډزو کولو خبرونه خپاره شول،ویل کیږي دواړو لوري ته مالي او ځاني زیانونه اوښتي

December 6, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *