تازه خبرونه

په قبایلي سیمو کښې نور اپریشن او جبري بې کوره کول نه منو: د قبایلي مشرانو غوښتنه

د باجوړ او مومندو جرګه د سیمې د امن، ثبات او د ترهګرۍ ضد تګلارو پر موضوع راوبللې شوې وه.

1 min read

په قبایلي سیمو کښې نور اپریشن او جبري بې کوره کول نه منو: د قبایلي مشرانو غوښتنه

د باجوړ او مومندو قبایلي مشرانو غوښتنه وکړه چې مونږ امن غواړو، حکومت دې مونږ ته امن راکړي

August 5, 2025

د خیبر پښتونخوا په قبایلي سیمو کښې د امن او ثبات راوستلو لپاره د وزیراعلی لوري د جرګو لړۍ دوام لري او وړمه ورځ په وزیراعلی هاوس کښې د باجوړ مشرانوجرګې وزیراعلی علي امین ګنډا پور سره لیدنه وکړه.

د دې لړۍ دویمه جرګه تیره ورځ په وزیراعلی هاوس پېښور کې ترسره شوه، چې پکې د باجوړ او مومندو قبایلي مشرانو، سیاسي استازو او منتخب ولسي نمایندګانو په پراخه کچه ګډون وکړو.

جرګه د سیمې د امن، ثبات او د ترهګرۍ ضد تګلارو پر موضوع راوبللې شوې وه، چې پکې د وزیراعلی مشاور بیرسټر محمد علي سیف، سینېټر نورالحق قادري، چیف سیکرټري شهاب علي شاه، د پولیسو مشر (آی جي)، اړونده کمشنران، ډپټي کمشنران او نور امنیتي چارواکي هم شامل وو.

د جرګې مهم ټکي او سپارښتنې


د باجوړ او مومندو قبایلي مشرانو غوښتنه وکړه چې مونږ امن غواړو، حکومت دې مونږ ته امن راکړي او مونږ د امن لپاره هر ډول همکارۍ ته تیار یو.

ګډونوالو وویل چې د ترهګرۍ پر ضد ټول ولس متحد دی او ترهګر د ټول قام ګډ دښمنان دي.

جرګې څرګنده کړه چې په سیمه کې نوراپریشن او په زور او جبر بې کوره ‌کول د منلو وړ نه دي.

د جرګې مشرانو دا سپارښتنه هم وکړه چې د ترهګرۍ د دوامداره حل لپاره دې د وفاقي او صوبایي حکومتونو، قبایلي مشرانو او نورو اړخونو پر ګډون دې یوه پراحه او بااختیاره جرګه جوړه شي، تر څو له افغان حکومت او ولس سره بامقصد خبرې پیل کړي. .

دا هم ویل شوي چې د علاقایی جرګو موجوده هڅې د ستاینې وړ دي خو دې جرګو ته باید زیات هدفمند شکل ورکړل شي، څو دا عمل د نورو سیمو لپاره هم د امن او ثبات مثال وګرځي.

دلته ددې خبرې باید یادونه وشي چې دغه جرګه په داسې مهال ترسره شوې، چې د خیبر پښتونخوا په قبایلي سیمو کې د امنیتي وضعې پر سر اندېښنې زیاتې شوې دي او ولس د اوږدمهاله حل او په سیمه کښې د امن غوښتنه کوي.

بل اړخ ته د ضلع خیبر څخه هم داسې خبر راغلې دې نن د کالعدم تنظیم ټي ټي پي سره د برقبمرخیل مشرانو جرګه هم کامیابه شوې ده او د امن لپاره د مشرانو هڅې او طالبانو سره خبرې بریالۍ شوي دي

Related Articles

حېرانونکې خبره داده چې دومره اوږد سفر پرته هم افغان ماشوم روغ هند ته رسېدلې دې

September 23, 2025

په تورخم پوله د افغان ټرانزټ ټریډ سره تړلي سوداګر غوښتنه کوي چې په تورخم پوله دې انټرنیټ سهولتونه چټک کړې شي

September 23, 2025

وژلي شوي ملزمانو څو ورځې وړاندې پوليس کانسټيبل فصيح الدين په ډزو شهيد کړې وو

September 23, 2025

د سرچینو ترمخه د خیبر وادي تیراه په متره سیمه کې د ټي ټي پي یو مرکز کې بارودي مواد ځای په ځای شوې وو چې وچاودیدل او تر ۱۰ لسو زیات کسانو ژوند له لاسه ورکړو

September 23, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *