تازه خبرونه

د امریکا ټرمپ سرکار له هند مودي سرکار څخه سخت مایوسه دې

پوهان وایی چې یو اړخ ته هند له امریکا لوري سختو نیوکو سره مخ دې او بل لوري پاکستان هند ته په سفارتي او د جنګ په میدان کښې ماتې ورکړې ده
د امریکا ټرمپ سرکار له هند مودي سرکار څخه سخت مایوسه دې

ولسمشر ډونلډ ټرمپ د جولای پر ۱۴مه د هغو هېوادونو لپاره چې له روس نه تېل اخلي، د ۱۰۰٪ ګمرکي محصولاتو لګولو ګواښ کړی وو

د امریکا او مودي حکومت ترمینځ د تاوتریخوالي او خفګان بنیادي لامل د مودي حکومت هغه پالیسۍ دي چې د امریکا سرکار د خفګان او مایوسۍ سبب جوړې شوي دي.

د رسنیو راپورونو ترمخه روس نه د تیلو اخستلو په وجه د ټرمپ حکومت د مودي حکومت څخه سخته خفا او مایوسه ده.

د امریکا د خزانې وزیر په یو مرکه کې ویلي، هند له روس نه تېل اخلي او بیا یې د تصفیې شویو تېلو یعني د ریفاینډ آئل په بڼه پلوري، خو هند ځان داسې یو هېواد نه دی ثابت کړی چې نړیوال کردار ولري..

بیسینټ د یوه پوښتنې په ځواب کې ویلي چې “د ولسمشر ډونلډ ټرمپ او زمونږ ټول ټیم له هند نه ناامیده دې، مونږ ته نه ده معلومه چې له هند سره به د سوداګرۍ تړون څه شکل ولري، دا هر څه به د هند په رویې پورې اړه ولري.

دلته د یوې مهمې خبرې ته باید اشاره وشي چې د پوهانو ترمخه یو اړخ ته هند له امریکا لوري سختو نیوکو سره مخ دې، ټرمپ په هند ټیکسونه لګوي او شرکتونه ی بندوي او بل لوري پاکستان هند ته په سفارتي او د جنګ په میدان کښې ماتې ورکړې ده.

دا هم باید یاده شي چې له دې وړاندې د امریکا ولسمشر ټرمپ له خوا د روسي تېلو اخیستونکو ته د سختو ګواښونو وروسته، د هند دولتي تیل تصفیه کوونکو شرکتونو د روسي تېلو اخېستل بند کړي وو..

د خبري آژانسونو له مخې، هند د نړۍ درېیم لوی د تېلو واردوونکی هېواد دی، او همدا راز د روس له خوا د سمندر له لارې صادرېدونکي خام تېلو تر ټولو ستر پېرودونکی هم دی.

ولسمشر ډونلډ ټرمپ د جولای پر ۱۴مه د هغو هېوادونو لپاره چې له روس نه تېل اخلي، د ۱۰۰٪ ګمرکي محصولاتو لګولو ګواښ کړی وو.

دلته ددې خبرې هم باید یادونه وشي چې څو ورځې وړاندې هم ټرمپ د هند په هغه ۶ شپږو شرکتونو بندیز ولګولو چې له روس څخه تیل اخلي.

Related Articles

پاکستان د کورني عرضې ډاډ ورکولو سره اضافي خوراکي توکي خلیجي هېوادونو ته صادروي، د دې پروسې څارنه د وزیراعظم شهباز شریف کوي

March 16, 2026

په بلوچستان کې د ادعا شوي ضد تښتونې وروسته بحثونه راپورته شوي، چې په سیمه کې د حکومتدارۍ کمزورتیاوې او د امنیتي ستونزو ته پام را اړوي

March 16, 2026

د اسلام آباد نړیوال هوايي ډګر الوتنې د مارچ ۱۷ نېټه لپاره دوه ساعته وځنډول شوې. چارواکي مسافرینو ته سپارښتنه کوي چې د خپلو هوايي شرکتونو تازه معلومات تعقیب کړي

March 16, 2026

د پولې تر هاخوا د مارټر توغندي په باجوړ کې یو کور وویشت، څلور وروڼه ووژل شول او یو ملکي وګړی ټپي شو، چې د امنیت اندېښنې راپورته کړې

March 16, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *