د خارجه دفتر ترجمان شفقت علي خان هفته وار پريس بريفنګ ته وينا په مهال د هند په پارليمنټ کښې سندور آپريشن په معامله د پاکستان خلاف شوي بيانونه مسترد کړيدي، خارجه دفتر ترجمان وئيلي دي چې د هند وزيراعظم مودي او نورو وزيرانو خپل بيانونو کښې د سندور آپريشن په حواله اصل حقائق نه دي بيان کړے چې مقصد ئې د هند عوام ګمراه کول دي ۔ د شفقت علي خان وينا وه چې ټولې نړۍ ته په ډاګه شويده چې هند بغير د څه تحقيقاتو پاکستان د پهلګام حملې ذمه وار ګرځولي وو او بيا ئې د پاکستان د خپلواکۍ خلاف ورزي کړي وه او بے ګناه کسان ئې شهد کړي وو۔ خپل بيان کښې د خارجه دفتر ترجمان زياته کړيده چې هند د پاکستان خلاف حملو دوران څه مقاصد نه وو ترلاسه کړے البته پاکستان د هند جنګي الوتکې راغورځولې وې او د پاکستان د دې کاميابۍ نړې هم اعتراف کړيدے ۔ مقبوضه کشمير کښې تيره هفته شوي آپريشن مهاديو متعلق د يوې پوښتنې په جواب کښې د خارجه دفتر ترجمان ووئيل چې دا هم د نريندر مودي يوه بله ډرامه وه د دې آپريشن په حواله د هند وزير داخله امت شاه د دروغو بيانات د پاکستان لپاره هيڅ اهميت نه لري ۔ شفقت علي خان وائي چې هند پارليمنټ کښې پهلګام حملې او سندرو آپريشن په معامله بحث په وخت مقبوضه کشمير کښې تش په نوم پوځي آپريشن کولو نه په ډاګه شويده چې هند حکومت خپلې کمزورې او د پهلګام حملې وروستو شوې غلطۍ پټولول غواړي هم دغه وجه ده چې د پارليمنټ اپوزيشن ممبرانو د هر سوال تفصيلي جواب ورکولو په ځائې د هندوستان وزيرانو صرف د پاکستان خلاف بيانونه ورکړې او ځان ئې ترې خلاص کړي وو۔
ايران صدرمسعود پزشکيان پاکستان ته راځي
ميډيا پريس بريفنګ په وخت د خارجه دفتر ترجمان شفقت علي خان وئيلي دي چې د ايران صدر مسعود پزشکيان،خارجه وزير عباس عراقچي او نور اعلي چارواکي د خالي په ورځ د پاکستان دوه ورځنې دوره کوي ، خارجه دفتر ترجمان ترمخه د ايران صدر دا دوره د وزيراعظم شهباز شريف په خصوصي بلنه کوي، ايران صدر به د خپل هم منصب آصف علي زرداري او وزيراعظم شهباز شريف نه علاوه نور اعلي چارواکو سره ملاقاتونه کوي ۔ د ايران د صدر پاکستان دورې مقصد د دواړو ملکونو ترمينځ اړيکو پراختيا، تجارت بشمول مختلف شعبو کښې تعاون،پاک افغان پولو او د سيمې سيکيورټۍ په صورتحال خبرې کول دي ،د صدر په حيث د مسعود پزشکيان دا د پاکستان وړومبې سرکاري دوره ده ۔