تازه خبرونه

خیبر ټیکنیکل ایجوکیش سنټرڅخه ګنړشمیر زده کوونکي فارغ شوي

په لنډي کوتل کښې د سیکوریټي ځواک ترسیوري لاندې په ۴ څلورم بیج کښې داخلي روانې دي، تراوسه دې مرکز څخه په سلګونو زده کوونکي فارغ شوي او په روزګار شوي دي

1 min read

خیبر ټیکنیکل ایجوکیش سنټرڅخه ګنړشمیر زده کوونکي فارغ شوي

ددې اداري چلوونکو افسرانو او نور اهلکارو وینا ترمخه، دوی غواړي چې ځایی ځوانانو لپاره داسې د تعلیم ماحول برابر کړي او داسې تعلیم ورکړي چې په راروان وخت کښې ی دا تعلیم د روزګار او مزدورۍ وسیله شي

پاک افغان پوله تورخم سره نزدې د لنډي کوتل په آرمي کیمپ کښې د خیبر رایفلز فورس مشرانو ترسیوري لاندې خیبر انسټیټیوټ آف ټیکنیکل ایجوکیشن لنډي کوتل کښې د ټیکنیکل تعلیم ویړیا کورسونو لپاره داخلې دوام لري او په اړي ځایی ځوانانو په دې کورسونو کښې خپل نومونه ورکول پیل کړي دي

د خیبر رایفلز فورس مشر کرنل، بریګیډیر عاصم عزیز کیاني په لارښوونه په یاده اداره کښې د ۴ څلورم ځل لپاره داخلې پیل شوي،ګنړ شمیر زده کوونکو خپل نومونو ورکړي او خپل تعلیمي اسناد ی وړاندې کړي چې دې ټیکنیکل تعلیم څخه ګټه پورته کړي

د رجسټرین مرکز ذمه وار،او آیی سي پرنسپل واجد علي خپل نور سټاف سره ددې داخلو کتنه کوي او د راتلونکو زده کوونکو ځوانانو حوصلې لوړوي

هغوی وایی چې ددی تعلیم او ټیکنینکل ادارې بنیادي مقصد دادې چې ځایی ځوانان داسې تعلیم وکړي چې هغوی په راروان وخت کښې د روزګار وسیله هم جوړه شي

دلته ددې خبرې باید یادونه وشي چې په دې ټیکنیکل کورسونو کښې

ویلډنګ میکینک، موټر سایکل جنریټر میکینک، کمپیوټر اپریټر، خیاطي او د بجلۍ فټنګ کورسونه شامل دي

دلته ددې خبرې هم باید یادونه وشي چې په یاد ټیکنیکل سنټر کښې تراوسه یو شمیر زده کوونکو زده کړې ترسره کړي او دوی ته په سیمه کښې یا نورو ښارونه کښې د روزګار موقعې په لاس راغلي

ددې سنټر ذمه وار او ځای اولس وایی چې ددې تعلیمي ادارې ددې سیمې په ځوانانو مثبت اثر کړي، ځوانان ټیکنیکل تعلیم زده کوي او په روزګار کیږي چې دا ددې ځوانانو او ددوی خاندان لپاره په راتلونکي کښې په ډیره ګټه تمامیږي

Related Articles

په تورخم کې سرکاري سرچینو تاید کړې چې د تورخم اړوند ادارو کارکوونکو ته لارښوونه شوې چې سبا حاضر شي

October 31, 2025

د افغانستان استخباراتي ادارې ناکامې هڅې کوي چې جعلي ویډیوګانو له لارې پاکستان بدنام کړي

October 31, 2025

د پاکستان او افغانستان ترمنځ په استنبول کې په ډزبندۍ هوکړه کولو وروسته د قطر حکومت په ځانګړې مراسله کې د پاکستان او افغانستان ستاینه کړې ده

October 31, 2025

پاکستان او افغانستان د ترکي او قطر په منځګړتوب په دې هوګړه کړې ده چې دوی به ډزبندۍ ته دوام ورکوي

October 31, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *