متحده قامونو کښې پاکستان ته مهمه کاميابي ملاؤ شوے،د سلامتي کونسل ممبرانو د شخړو د پرامن حل متعلق د پاکستان قرارداد په متفقه توګه منظور کړېدے ۔ قرارداد کښې د سلامتي کونسل په ممبرانوزور راوړلي شوېدے چې په نړي وال کچ رامخې ته شوي شخړو د پرامن حل لپاره کردار ادا کړې،دې لپاره دې دمذاکراتو،سفارتي کوششونو او دريم ګړي کردار پاليسي خپله کړي ،قرارداد کښې په علاقائي اونړي وال کچ تعاون سيوا کولو تجويز ورکړي شوېدے ۔ دا قرارداد د خارجه وزير اسحاق ډار په صدارت کښې شوي د سلامتي کونسل اجلاس ته وړاندې شوي وو،د سلامتي کونسل ممبرانو د امن د بحالۍ لپاره د پاکستان د موقف ستائينه کړے او په متفقه توګه ئې دا قرارداد منظور کړېدے ۔ د خارجه دفتر ترجمان شفقت علي خان بيان ترمخه سلامتي کونسل کښې د پاکستان د قرارداد منظوري لويه سفارتي کاميابي ده ۔ خپل بيان کښې د خارجه دفتر ترجمان وئيلي دي چې پاکستان د سيمې او نړۍ امنيت لپاره مهم کردار ادا کوي ،د پاکستان دغه قرارداد د شخړو او تاؤ تريخوالي د مخ نيوي په طرف مهم ګام دے، د متحده قامونو چارټر کښې هم د شخړو پرامن حل راويستو باندې زور راوړلې شوېدے ۔
د ټولو شخړو حل پرامن مذاکراتو کښې دے،اسحاق ډار
خارجه وزير او نائب وزيراعظم اسحاق ډار نړي وال امن او سلامتيا ته وده ورکولو په حواله د سلامتي کونسل د بحث مباحثه سيشن کښې شرکت کړے او دې سيشن ته ئې د وينا په وخت د امنيت د قيام په حواله د پاکستان تجويزونه وړاندي کړيدي ۔ خپله وينا کښې اسحاق ډار ووئيل چې نړي وال استحکام لپاره پرامن ماحول ډير ضروري وي،د هغه وينا وه چې نړې کښې مختلف شخړې،بحرانونه او حل طلب مسائل رامخې ته شويدي چې ورسره ډيرې شخړې په اوږد مهال جنګونو کښې بدل شويدي دا ټول د متحده قامونو په قراردادونو عمل درآمدکښې د ناکامۍ علامات دي ۔ خارجه وزير په خپل تقرير کښې د فلسطنيانو خلاف د اسرائيل د ظلمونو ذکر کړې او وئيلي ئي دي چې د اسرائيل د حملو لوجي د ۵۸ زرو نه سيوا فلسطنيان شهيد شويدي بايد چې په غزه کښې فوري جنګ بندي وشي او د فلسطين د مسئلې دې دوه رياستي حل راويستلي شي ۔ اسحاق ډارجنوبي ايشيا کښې د امن د قيام لپاره د جمو و کشمير د مسئلې حل لازمي ګرځولي دے، وئيلي ئي دي چې جمو و کشمير د متحده قامونو په ايجنډا پرته زړه شخړه ده دا د متحده قامونو د قراردادونو او د کشميريانو د خواهشاتو مطابق حل کول پکار دي ۔ خارجه وزير اسحاق ډار زياته کړه چې پاکستان په سيمه کښې امن او استحکام ليدل غواړي دې لپاره سنجيده او ګټه ور مذاکرات ضروري دي،اسحاق ډار په خپل تقرير کښې د پاکستان خلاف د هند د جارحيت او د دې وروستو پيدا شوي صورتحال باندې رڼا اچولې ده او وئيلي ئي دي چې سند طاس معاهده د پاکستان او هند ترمينځ قابل تقليد سفارتي مثال دے، نريندر مودي لخوا په يک طرفه توګه دا معاهده معطل کول به د نړي وال قوانينو خلاف ورزي وي ۔ نړۍ کښې قيام امن لپاره اسحاق ډار د پاکستان تجويزونه هم وړاندې کړيدي چې پکښې د متحده قامونو په نظام د اعتماد بحالي،ټولې شخړې د نړي وال قانون مطابق حل کولواو علاقائي شراکت دارې ته وده ورکولو باندې زور راوړې شوېدے ۔