تازه خبرونه

ممبۍ ريل ګاډي چاودنې،19 کاله پس عدالتي انصاف،دولس مسلمانان د دې مقدمې نه بري کړي شويدي

حکومتي پراسکيويشن د ملزمانو خلاف مقدمه ثابتولو کښې ناکامه شويدي ، ممبۍ هائيکورټ
ممبۍ ريل ګاډي چاودنې،19 کاله پس عدالتي انصاف،دولس مسلمانان د دې مقدمې نه بري کړي شويدي

ممبې ټرين حملې،19 کاله پس ملزمان بے ګناه ثابت

د مسلمانانو او اقليتو سره د هند حکومت د ظلمونو او جارحيت يو بل ښکاره مثال،د ممبۍ هائيکورټ د ټرين چاودنې تاريخې مقدمې فيصله اورولي ده او نولس کاله پس دې مقدمه کښې سزا يافته دولس مسلمانان ئې بے ګناه ګرځولي دي ۔ د ممبې هائيکورټ ججانو جسټس شيام چندک او جسټس انيل کيلور د دې مقدمې سماعت کړې او فيصله ئې جاري کړيده ، عدالتي فيصله کښې وئيلي شويدي چې استغاثه او پراسيکيوشن د ملزمانو خلاف لګولي شوي تورونه ثابتولو کښې ناکامه شويدي ۔ عدالت دولس واړه مسلمانان د دې مقدمې نه بري کړيدي او د جيلونو نه د رها کولو حکم ئې جاري کړېدے ۔

ممبۍټرين چاودنې او مسلمانانو خلاف تعصبانه رويه

د ممبۍ ټرين چاودنو پيښه ه د کال 2006 په يوولسمه جولائۍ هغه مهال رامخې ته شوې وې کله چې په مخلتف مقاماتو د ريل په ټرينونو چاودنې شوې وې ، دې چاودنو کښې 189 کسان وژلي شوي او د 800 نه سيوا ژوبل شوي وو،اګرچه د دې حملو پړا هيچا په سر نه وو اخستې خو د هند حکومت د مذهبي تعصب په بنياد په مقامي مسلمانانو نويد،احتشام،کمال انصاري،آصف، فيصل ، ماجد، ضميرشيخ،مزمل،سهيل،ساجد،محمدعلي او تنوير باندې بے بنياده تورونه لګولي وو او خصوصي عدالت ټول ملزمان مجرم ګرځولي وو چې پکښې پنځه مسلمانانو ته د پهانسۍ او اووه کسانو ته د عمر قيد سزا اورولي وه ۔ نولس کاله قيد کښې تيرولو نه پس د ممبئي هائيکورټ د ټرائيل کورټ فيصله کالعدم ګرځولي او ټول ملزمان ئې بے ګناه ثابت کړيدي ۔ مقدمه کښې ککړ يو ملزم د انصاف په طمع طمع په جيل کښې وفات شوي وو۔ د ټرين چاودنو په دې تاريخې مقدمه کښې نولس کاله پس ملزمان بے ګناه ثابتول د هند د عدالتونو په کارکردګۍ سواليه نښه ده ۔ آيا نريندر مودي يا د هند اعلي عدالتونه به نولس کاله بغير د څه جرم په جيل کښې تيرونکې د دې يوؤلس مسلمانانو د ظلمونو او زياتو کفارا ادا کړي کنه د مذهبي تعصب په بنياد به د مسلمانانو او اقليتو خلاف هم دغه پاليسۍ او ناانصافې جاري وساتي د هغه سوالات دي چې د هندوستان وګړو په ذهنونو کښې دي خو شايد چې حکومتي واکمنو او د انصاف په منصب ناستو ججانو سره به د دې پوښتنو هيڅ جواب نه وي ۔

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *