تازه خبرونه

سلامتي کونسل اجلاسونو مشرۍ او د امريکې چارواکو سره ملاقاتونو لپاره خارجه وزير اسحاق ډار نيويارک ته تلي

پاک امريکه تعلقاتو په تناظر کښې د خارجه وزير اسحاق ډار د امريکې دوره خصوصي اهميت لري
سلامتي کونسل اجلاسونو مشرۍ او د امريکې چارواکو سره ملاقاتونو لپاره خارجه وزير اسحاق ډار نيويارک ته تلي

سلامتي کونسل اجلاسونو مشري،اسحاق ډار نيويارک ته تلې

خارجه وزارت لخوا جاري شوي بيان ترمخه خارجه وزير او نائب وزيراعظم اسحاق ډار د امريکې په دوره نيويارک ته رسيدلې دے ۔د اسحاق ډار دا دوره په يوې هفته مشتمل ده ۔ خارجه وزير به نيويارک کښې د سلامتي کونسل د اجلاسونو صدارت کوي ۔ پاکستان د سلامتي کونسل د دستخطي تقريباتو مشري کوي چې پکښې به اسحاق ډار په خصوصي توګه شرکت کوي ۔ امريکه کښې د قيام دوران به اسحاق ډار واشنګټن کښې د امريکني هم منصب مارکو روبيو او نور حکومتي چارواکو سره ملاقاتونه هم کوي ۔ دې ملاقاتونو کښې به د پاکستان او امريکې ترمينځ تعلقاتو پراختيا، تجارتي معاهدي لپاره روان مذاکرات،د افغانستان او منطقې سيکيورټۍ په صورتحال او په نورو مهمو معاملو خبرې کوي ۔ خارجه وزير به د سعودي عرب او فرانس په کوربه توب کښې کيدونکې د دوه رياستي حل متعلق نړي وال کانفرنس کښې به د پاکستان د وفد مشري کوي ۔

پاکستان او امريکې تعلقاتو کښې پرمختګونه

سفارتي او معاشي ماهرين د پاکستان او امريکې ترمينځ اړيکو کښې تيرڅو هفتو دوران شوي پرمختګونو په تناظر کښې د خارجه وزير اسحاق ډار د امريکې دوره ګټه ور ګرځوي، امريکني صدر ډونلډ ټرمپ ،خارجه وزير روبيو او نائب امريکني صدر په خصوصي کوششونو د پاکستان او هند ترمينځ جنګ بندي شوي وه، د جنګ بندۍ نه پس صدر ټرمپ د پاکستان او هند سره د امريکې تجارت ته وده ورکولو فيصله کړيده ، اسحاق ډار په داسې مهال د امريکې په دوره دے چې څو ورځې مخکښې فيلډ مارشل عاصم منير هم د امريکې مهمه دوره کړي وه او صدر ټرمپ د هغه په درناوے کښې د روټۍ د دعوت خصوصي اهتمام کړي وو ۔ سفارتي ماهرينو ترمخه هند واکمنو د پاکستان او امريکې ترمينځ اړيکې د خرابولو او په نړي وال فورمز پاکستان يواځې کولو هر ممکن کوشش کړې وو ولې د ناکامۍ سره مخ شوي وو، امريکې سره تجارتي معاهدې لپاره هم د دواړو ملکونو ترمينځ مذاکرات واشنګټن کښې جاري دي، وزير خزانه محمد اورنګزيب هم درې ورځې وړاندې امريکني چارواکو سره ملاقاتونه کړي وو او وئيلي ئي دي چې د هغه د امريکې دوره ګټه ور ثابت شويده ډير زر به د پاکستان او امريکې ترمينځ تجارتي معاهده باندې لاس ليک اوشي

Related Articles

وزیراعظم شہباز شریف وویل چې د نړیوالو تېلو د بیو کمښت اغېز به ژر تر ژره ولس ته ورسول شي ترڅو ګراني کمه شي

April 18, 2026

په لبنان کې د اوربند له پلي کېدو څو ساعته وروسته د اسرائیل له لوري سرغړونې، د جنوبي سیمو ګولاباري او تاوتریخوالی دوام لري

April 17, 2026

ایراني سفیر اسلام آباد د امریکا سره د مذاکراتو یوازینی ځای بللی او پر پاکستان یې بشپړ باور څرګند کړی دی

April 16, 2026

وزیراعظم شهباز شریف له خپل وفد سره دوحې ته رسېدلی دی، چیرې چې هغه به د قطر له امیر سره په کتنه کې د دوه اړخیزو همکاریو او سیمه‌ییز سولې په اړه خبرې وکړي

April 16, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *