تازه خبرونه

هند دې بغير د څه حقائقو د کالعدم تنظيمونو تعلق پاکستان سره تړلو نه ډډه وکړي، خارجه دفتر

پاکستان د هيڅ ترهه ګر ډلې مرستيال نه دې،خارجه دفتر
ټي آر ايف تنظيم په حواله هند بے بنياده پروپګنډا کوي

پاکستان د هيڅ ترهه ګر ډلې مرستيال نه دې،خارجه دفتر

ترهه ګرۍ مخ نيوي لپاره نړي سره همکاري د پاکستان د پاليسۍ برخه ده،خارجه دفتر

خارجه دفتر د امريکې لخوا (ټي آر پي) ډله نړي وال دهشت ګرد تنظيم ګرځولو نه پس په پاکستان د هند تورونه رد کړيدي۔ د خارجه دفتر لخوا جاري شوي بيان کښې وئيلي شويدي چې پاکستان د هر قسم ترهه ګرۍ پيښو غندنه کوي اود دې ناسور د خاتمے لپاره د ترهه ګرو خلاف ئې ګټه ور اقدامات کړيدي په پاکستان ترهه ګرو سره د مرستې الزامات بے بنياده دي مونږ د دې تورونو په سختې سره مذمت کوؤ ۔خپل بيان کښې د خارجه دفتر ترجمان وئيلي دي چې د زمکني حقائقو نه بغير د کالعدم تنظيم د لشکر طيبه سره تعلق جوړول نه دي پکار۔ بيان کښې دا هم وئيلي شويدي چې پاکستان دغه متعلقه تنظيمونه په موثره توګه ختم کړيدي،د دې کالعدم ډلو مشران ګرفتار دي او عدالتونوکښې پرې مقدمې چليږي۔

ترهه ګرۍ مخنيوي لپاره د پاکستان کوششونه

د خارجه دفتر بيان کښې د منطقۍ او نړۍ امنيت لپاره د پاکستان کردار او روان کوششونو باندې رڼا اچولې شويده،بيان ترمخه د ترهه ګرۍ د خاتمے لپاره نړي وال تعاون د پاکستان د پاليسو برخه ده،نړۍ کښې جاري ترهه ګرۍ خلاف جنګ کښې پاکستان دفرنټ لائن کردار ادا کوي او دې کښې مو مهمې کاميابۍ هم ترلاسه کړيدي امريکې ته مطلوب او د کابل ځانمرګي بريد ماسټر مائنډ شريف الله ګرفتارۍ د دې ښکاره مثال دے۔

(ټي آر ايف) ترهه ګر ډله او د پاکستان ردعمل

د خارجه دفتر ترجمان بيان ترمخه د امريکې لخوا په تنظيمونو يا ګروپونو بنديزونه لګول يا نړي وال ترهه ګر تنظيمونه ګرځول د امريکې کورنې معامله ده خو د مقبوضه کشمير مذاحمتي ډله (ټي آر ايف) په حواله د امريکې د خارجه محکمې د فيصلې نه پس هند دوباره د پاکستان خلاف پروپګنډا شورو کړيده،په بيان کښې وضاحت شوېدے چې د پهلګام حملې تحقيقات تر اوسه مکمل شوي نه دي ولې هند حکومت د امريکې لخوا (ټي آر ايف) ترهه ګر ډله نامزد کولو نه پس هند دا معامله د پاکستان خلاف پروپګنډا مهم لپاره استعمالوي په پاکستان بے بنياده تورونه د هند د واکمنو پخوانې عادت دے چې مقصد ئې مقبوضه کشمير کښې روان جارحيت او ظلمونو نه د نړۍ پام اړول دي ۔ خارجه دفتر د نړي والې ورورلۍ نه مطالبه کړيده چې د ترهه ګرۍ خلاف جنګ کښې د قربانو په صله کښې د دې نړي والې خطرې د مخ نيوي لپاره غير جانبداره پاليسي خپله کړي او د هند مرستيال ترهه ګر ډله مجيد بريګيډ په څير نور ترهه ګر ګروپونه دې د بلوچ لبريشن آرمي زيلي تنظيمونه وګنې او دا ډلې هم نري وال ترهه ګرو په فهرست کښې شامل کړي ۔

Related Articles

ایراني سفیر اسلام آباد د امریکا سره د مذاکراتو یوازینی ځای بللی او پر پاکستان یې بشپړ باور څرګند کړی دی

April 16, 2026

وزیراعظم شهباز شریف له خپل وفد سره دوحې ته رسېدلی دی، چیرې چې هغه به د قطر له امیر سره په کتنه کې د دوه اړخیزو همکاریو او سیمه‌ییز سولې په اړه خبرې وکړي

April 16, 2026

د هنګو په بختو ټاپ او چمبه ګل سیمو کې د پولیسو او وسله‌والو ترمنځ نښته کې ۸ وسله‌وال وژل شوي، او یو پولیس سرتېری شهید شوی دی

April 16, 2026

ایا پاکستان کولای شي له افغانستان سره جګړه پرمخ یوسي، په داسې حال کې چې د یوې نړیوالې جګړې منځګړیتوب هم کوي؟

April 16, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *