د امريکې تحقيقاتي ادارے(ايف بي آئي) لخوا جاري شوي يو بيان کښې وئيلي شويدي چې پاکستان کښې ميشته د ايران سفير رضا اميري مقدم بشمول نور کسانو نومونه د مطلوب کسانو په لسټ کښې شامل کړي شويدي۔ بيان ترمخه دا کسان يو ريټائرډ امريکني سپيشل ايجنټ رابرټ ليونسن د تښتولو کښې په مبينه توګه ککړ دي، دې لسټ کښې غلام حسين او تقي دانشور نومونه هم شامل دے،ايف بي آئي ترمخه دا کسان د ايران د انټلي جنس ادارے افسران دي او دوي امريکنې وګړې په نهم مارچ کال ۲۰۰۷ کښې د ايران د کيش جزيرې نه تښتولې وو او وروستو د هغه مړې چرته بل ځائې نه موندلي شوي وو ۔ د ايف بي آئي د معلوماتو ترمخه امريکني سپيشل ايجنټ د انصاف د محکمې لپاره کار کولو او ايران کښې تعينات وو۔ امريکني حکومت د رابرټ ليونسن په حواله اطلاع ورکونکو لپاره د پنځه کروړ ډالرو د انعام اعلان هم کړې وو۔ ايران حکومت د امريکې دغه تورونه مستردکړې وو او وئيلي ئي وو چې د ايران انټلي جنس افسران د امريکني سپيشل ايجنټ اغوا کښې نه دي ککړ او دا الزامات د امريکې او اسرائيل مشترکه سازش ئې ګرځولې وو ۔


ايف بي آئي پاکستان کښې کارروائي کولې شي؟
د امريکې لخوا ايراني سفير نوم د مطلوب کسانو لسټ کښې اچولو نه پس سوالات پيدا شويدي چې آيا امريکه د ايران سفير د ګرفتارولو لپاره پاکستان کښې څه قسم کارروائي کولې شي
او کنه؟ په دې حواله باندې د خارجه دفتر ترجمان شفقت علي خان يو بيان جاري کړيدے چې پکښې وئيلي شويدي چې اسلام آباد کښې موجود د ايران سفير رضا اميري زمونږ لپاره ډير قابل احترام دے،هغه د دواړو ملکونو ترمينځ اړيکې ښه کولو کښې ښه کردار لوبولې دے ۔ د خارجه دفتر ترجمان وضاحت کړېدے چې د يو ګاونډي او ملګري هيواد د سفير په حيث رضا اميري مقدم ته هغه ټول مراعات او استشني ترلاسه ده کومه چې د سفارتي او نړي وال قوانينو ترمخه سفارتي عملې ته ترلاسه وي ۔ د پاکستان وزير قانون اعظم نزير تارړ د ايران د هم منصب امير حسين رحيمي سره ټيلفونک رابطه کړېده او ورسره ئې د ايف بي آئي په نوټس او ايراني سفير نوم د مطلوب کسانو په لسټ کښې د شاملولو په معاملو خبرې کړيدي ۔ اعظم نزير تارړ په دې موقع وئيلي دي چې د ايران د سلامتيا او د خپلواکۍ د تحفظ په حواله د پاکستان موقف واضح دے ۔ دواړو مشرانو د قانوني تعاون او د قيديانو د منتقلۍ په معاملو خبرې کړيدے او وزير قانون اعظم نزير تارړ وئيلي دي چې اسلام کښې د قيديانو حقونو ته لويه مرتبه ترلاسه ده پاکستان به د ايران سره قانوني تعاون لپاره هر وخت تيار دے ۔