تازه خبرونه

پاکستان د امريکې امداد بندولو په حواله د کانګرس د غرې رشيده طليب متنازعه بيان مسترد کړېدے

د فيلډمارشل عاصم منير تقررۍ په معامله د امريکني پارليمنټ ممبرې بيان د پاکستان کورني معاملو کښې مداخلت ګرځولي شوېدے

1 min read

پاکستان د امريکې امداد بندولو په حواله د کانګرس د غرې رشيده طليب متنازعه بيان مسترد کړېدے

پاکستان امريکني امداد بندولو په حواله د رشيده طليب بيانات مسترد کړيدي

July 16, 2025

د امريکې ايوان نمائندګان ممبري رشيده طليب يو متنازعه بيان ورکړې وو چې پکښې هغې د امريکني حکومت نه د پاکستان دفاعي مرستې د بندولو مطالبه کړي وه ۔ خپل بيان کښې رشيده طليب وئيلي وو چې تر څو فيلډ مارشل عاصم منير په خپله عهده برقرار وي امريکني حکومت دې د پاکستان سره هيڅ قسمه امداد نه کوي۔ رشيده طليب الزام لګولې وو چې فيلډ مارشل عاصم منير په قيادت کښې د پاکستان جمهوريت کمزورتيا او بشري حقونو په حواله مونږ انديښنې لرو بايد چې واشنګټن انتظاميه دې د پاکستان هر قسم پوځي امداد معطل کړي ۔ د پاکستان چارواکو او د خارجه محکمې پوهانو د رشيده طليب په بيان سختې نيوکي کړي او دا ئې د پاکستان په کورني معاملو کښې ښکاره لاس وهنه ګرځولې ده


مختلف شعبو سره تعلق لرونکو تجزيه کارو او پوهانو هندوکش ټريبون نيټ ورک ته وئيلي دي چې د پاکستان په پوځي عهدو تعيناتي د يو خاص دائره کار او د قانون د لاندې کيږي او په دې عهدو تقررو،ترقي يا تبادلو کښې د بل ملک مداخلت نه کيږي او نه د پاکستان آئين دا مني


تجريه کارو وئيلي دي چې د رشيده طليب دغه متنازعه بيان د يو خپلواکه ملک په کورني معاملو کښې مداخلت دے چې لوجې به ئې د امريکې او پاکستان تعلقاتو باندې هم بد اثرات پريوځي ۔
زياتره تجزيه کارو د کانګرس غړې دغه بيان امريکه کښې ميشته د پي ټي آئي لپاره لابنګ ګروپونو لخوا د پاکستان او ملټري قيادت خلاف بے بنياده پروپګنډا ګرځولي ده او وئيلي ئي دي چې دا قسمه الزاماتو لپاره د امريکې کانګرس پليټ فارم هم استعمالولې شي، سفارتي پوهان وائي چې هيڅ يو امريکني پارليماني ممبر د بهرملکونو په سياسي معاملو کښې مداخلت نشي کولے او نه د خپل متعصبانه فائدو لپاره د کانګرس نه ګټه پورته کولې شي ۔ دفاعي،خارجه امورو او سفارتي پوهانو او ماهرينو پاکستان نه د ترهه ګرۍ خاتمے او سيمې امن او استحکام لپاره د فيلډ مارشل عاصم منير د خدماتو ستائينه کړيده او وئيلي ئي دي چې امريکنې انتظاميې هم د قيام امن لپاره د عاصم منير هلې ځلې منلي دي ۔

Related Articles

له افغان طالبانو لوري نیول شوي کسان د پنجشیر له یوې کورنۍ دي؛ سرچینې وایي چې له ایرانه د واپس کېدو وروسته یو طالب چارواکي له دوی د ۱۰۰ زره افغانیو رشوت غوښتنه کړې وه، د پیسو نه ورکولو وروسته دوی ونیول شو

December 8, 2025

جلال اباد کې د افغان سوداګرو یوه غونډه ترسره شوې ،سوداګرو ویلي دي هره ورځ د سرحد تړلو له امله په ملیونونه ډالره زیان رسیږي

December 7, 2025

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د هند وروستي تورونه د حقیقت پر ځای د اوږدمهاله دروغجنو کمپاینونو برخه ده

December 7, 2025

د لنډي کوتل پولیس تاڼې د معلوماتو ترمخه یوې ځایی ښځې د لنډي کوتل ډي آر سي ښځینه مرکز ته غوښتنلیک جمع کړې وو چې هغې له دې د خپل خاوند د وژنې په بدل کې د دیت روپۍ ورکړل شي

December 7, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *