تازه خبرونه

نشه ی توکو کښې ککړو کسانو سره به هیڅ نرمي و نه شي: عدنان افریدي

د نشه ی توکو ختمول زمونږ ټولو ذمه واري،تر عنوان لاندې په دې میټ دي پریس کښې سرکاري افسرانو،دیني عالمانو او سیاسي ګوندونو مشرانو برخه واخسته
نشه ی توکو کښې ککړو کسانو سره به هیڅ نرمي و نه شي: عدنان افریدي

د خیبر سپورټس کلب مشر معراج الدین شینواری له دیني عالمانو څخه وغوښتل چې د ممبر له لارې دې خپل غږ ددې نشه ی توکو په ضد پورته کړي

ډسټرکټ پریس کلب لنډي کوتل کښې د نشه ی توکي ختمول زمونږ د ټولو ذمه واري تر عنوان لاندې د مېټ دی پریس غونډې تابیا شوې وه

په دې غونډه کې د خیبر سپورټس کلب مشر او سینئر کسټم کلیرنس ایجنټ معراج الدین شینواری، د مسلم لیګ (ن) جنرل سیکرټرۍ ساجد علي آفریدی، د جماعت اسلامي مشره او د تحصیل کونسل غړي عبدالروف شینواری، د پي ټي آی پارلیماني لیډر ابودردا شینواری، د جے یو آی (ف) جنرل سیکرټرۍ مولانا عاقب شینواری، د ټرانسپورټ یونین مشر حاجي عظیم الله شینواری، د لنډي کوتل ایس ایچ او عدنان آفریدی او ایډیشنل اسسټنټ کمشنر شهاب الدین ګډون وکړو

د غونډې ګډونوالو ټینګار وکړ چې نشه ی توکي د ټولنې لپاره یو زهر دې چې له منځه وړل یې د هر وګړي ذمه واري ده. دوی وویل چې نشه يي توکي زمونږ راتلونکې نسلونه تباه کوي او ټول باید په دې برخه کې خپل کردار ادا کړي چې زمونږ نسل ددې زهرو څخه بچ شي

د خیبر سپورټس کلب مشر معراج الدین شینواری له دیني عالمانو څخه وغوښتل چې د ممبر له لارې دې خپل غږ ددې نشه ی توکو په ضد پورته کړي او د حکومتي ادارو سره په ګډه د نشې د دې لعنت د ختمولو لپاره هلې ځلې وکړي

ایس ایچ او عدنان آفریدی وویل چې د منشیات خرڅوونکو سره به هېڅ ډول رعایت او نرمي ونه شي، او له اولس او خبریالانو یې غوښتنه وکړه چې د پولیسو سره مرسته وکړي او که چرته د نشه يي توکو د خرڅولو په اړه څه معلومات لري نو سمدستي دې پولیس ته خبر ورکړي. هغه زیاته کړه چې پولیس ذمه وار دي چې بیا ددې نشه ی توکو او نشه توکو په کاروبار کښې ککړو کسانو په ضد ګامونه پورته کړي

دیني عالمانو د د غونډې نور مشرانو په ټولنه کښې د مور او پلار په ذمه واري زور ورکړو او ټینګار ی وکړو چې مور او پلار په دې اړه ډیر فعال رول لوبولې شي

مشرانو اوویل چې که چرې مور او پلار د خپلو بچو ښه تربیت وکړي نو بیا کله هم دوی دې کار ته ګوتې نه شي وړلې

مشرانو ټینګار وکړو چې د هیواد اړوند ادارې دې د نشه ی توکو ختمولو او د نشه توکو په کاروبار کښې ککړو کسانو په ضد ګامونه واخلي چې زمونږ راتلونکې نسل ددې لعنت څخه بچ کړې شي

Related Articles

د طالبانو ویاند هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې افغانستان کې ترهګر پټ دي، په داسې حال کې چې نړیوال فشار او د پاکستان ځوابي بریدونه زیات شوي دي

February 27, 2026

ادعاوې ښيي چې نبيل ارمغان د بلوچ محصلینو ټولنه ازاد او بلوڅ وسله واله ډله سره تړاو لري، چې په بلوچستان کې د وسله والۍ، محصلینو فعاليت او امنیت په اړه بحثونه راپورته کړي دي

February 26, 2026

اتاروا ساټاوانې په امریکا کې د ۱۵ میلیونه ډالرو د درغلیو په تور ۱۸ کاله بند محکوم شو، چې د امنیت، باور او نړیوالې همکارۍ اندیښنې راپورته کړې

February 26, 2026

د پاکستان لومړي وزیر شہباز شریف د قطر له امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني سره وکتل، څو د دواړو هېوادونو اړیکې او اقتصادي همکاري په ستراتیژیکه کچه نوره هم پیاوړې شي۔

February 25, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *