تازه خبرونه

خارجه وزير اسحاق ډار او د متحده قامونو جنرل سيکتر انتونیو ګوټريس تر مينځ ټيلفونک رابطه ، د منطقې صورتحال او متحده قامونو کښې د پاکستان په ذمه وارو خبرې شويدی

متحده قامونو جنرل سيکتر د پاکستان مشرۍ کښی روانه مياشت کيدونکی اجلاسونو په مهاله د خارجه وزير اسحاق ډار سره د ملاقات د خواهش اظهار کړيدي
خارجه وزير اسحاق ډار او د متحده قامونو جنرل سيکتر انتونیو ګوټريس تر مينځ ټيلفونک رابطه ، د منطقې صورتحال او متحده قامونو کښې د پاکستان په ذمه وارو خبرې شويدی

ګوټريس.اسحاق ډار متحده قامونو کښی پاکستان په ذمه وارو خبرې کړ ی

د خارجه دفتر لخوا جاري شوي بیان تر مخه د متحده قامونو جنرل سيکتر انتونیو ګوټريس خارجه وزير او نائب وزیراعظم اسحاق ډار ته ټيليفون کړی وو. دواړو مشرانو د متحده قامونو د سلامتی کونسل په حيث روانه مياشت کيدونکي اجلاسونو په حواله خبرې کړيدی.دواړو مشرانو د منطقې او نړې امنيتی صورتحال او د شخړو په معاملو د خيالاتو بدلون کړيدے. خارجه وزير اسحاق ډار نړې کښې امن و سلامتیا لپاره د پاکستان د کردار عزم څرګند کړيدے او وئيلي ئې دی چې د سلامتی کونسل د صدر په حيثیت به پاکستان خپلې ذمه وارې په ښه شان پورا کوي او نړيوال شخړو پرامن خلک د راويستو کوشش به کوی

د خبرو دوران روانه هفته کښې د متحده قامونو د سلامتی کونسل اجلاسونو د تيارو په حواله هم صلاح مشورې کړيدی او د دې اجلاسونو دوران د دواړو مشرانو ملاقات په معامله هم غور شويدے. انتونیو ګوټريس د نړیوالو شخړو د حل لپاره خپل تجاويز او مشورې هم د خارجه وزير اسحاق ډار سره شريک کړيدی.خارجه وزير اسحاق ډار ټيلفونک رابطه کولو باندې د متحده قامونو د جنرل سيکتر شکريه ادا کړيده او د ملګرو ملتونو د مينډيت احترام او د دې ادارے د چارټر باندې د عمل درآمد لپاره د پاکستان ملاټر جاری ساتلو عزم څرګند کړيدے.ياده دې وی چې پاکستان د جولائي مياشت لپاره د متحده قامونو د سلامتی کونسل صدر منتخب شويدے دې دوران د پاکستان د مشرۍ لاندې مهم اجلاسونو کيږي. سفارتي پوهان د سلامتی کونسل صدارت ملاويدل په سفارتي کچ د پاکستان مهمه کاميابي ګني باوجود د دې چې هند واکمنو په نړې کښې پاکستان د يواځې کولو هر ممکن کوشش کوی

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *