تازه خبرونه

د اې سي سي غوره پېنل لوبڅار خدای بخښلي بسم الله جان شینواري په مړینه لنډي کوتل کې یوه غونډه

غونډه د حمزه بابا شینواري د مزار ترڅنګ د خیبرسپورټس کلب په کرکټ اکیډیمۍ کې راجوړه شوې وه چرته چې د آي سي سي د غوره پینل امپایر بسم الله جان شینواري مړینه د کرکټ لپاره لوی تاوان اوبلل شو
د اې سي سي غوره پېنل لوبڅار خدای بخښلي بسم الله جان شینواري په مړینه لنډي کوتل کې یوه غونډه

لنډي کوتل کې د غونډې ګډون والو د آیی سي سي غوره پینل لوبڅار خدای بخښلي بسم الله جان شینواري په افغانستان او نړۍ کې د کرکټ لپاره خدمتونه وستایل او د هغه مړینه ی لوی تاوان اوبلل

د ضلع خیبر په تحصیل لنډي کوتل کې د نړیوال کرکټ لوبڅار خدای بخښلي بسم الله جان شینواري روح ته ایصال ثواب لپاره د ختم القران او صدقه خیرات تابیا شوې وه

دا غونډه د پخواني کرکټ لوبغاړي او د تورخم د کسټم کلیرینس ایجنټانو یونین پخواني مشر ایمل شینواري په مشرۍ کې تابیا شوې وه. په غونډه کې د سیمې یو شمیر لوبغاړو ، ځوانانو او د سپورټس یونین مشرانو ګډون وکړو او د خدای بخښلي بسم الله جان شینواري لپاره ی ځانګړې دعاګانې وکړي

په دې موقع ایمل شینواري په خپله وینا کې اوویل چې د بسم الله جان شینواري په مړینه خواشیني څرګندوي او د هغه مړینه د کرکټ او د کرکټ مینه والو لپاره لوی تاوان دې

هغه اوویل چې بسم الله جان شینواري د ټولو پښتنو ویاړ وو او د نوموړي کرکټ لپاره خدمتونو به تل یادولې شي

ددی خبرې باید یادونه وشي چې خدای بخښلې بسم الله جان شینواري د آیی سي سي د غوره پينل یو لوبڅار ،امپایر وو او درې ورځې وړاندې په روغتون کې د ورپیښې ناروغۍ له امله ی له دې نړۍ څخه سترګې پټې کړې.

خدای بخښلي په یو شمیر نړیوال یوه ورځني او ټي ټونټي لوبو کې د آیی سي سي لوري لوبڅار په توګه ذمه واري ترسره کړې وه

Related Articles

شنونکي وايي د هند دوه‌ګونې تګلاره د لوېدیځ باور کمزوری کوي او په سویلي اسیا کې د بې‌ثباتۍ خطر زیاتوي

January 27, 2026

فرانسوي چارواکو ټانکر د مارسیل ښار ته نږدې د فوس-سور-میر ساحلي بندر ته د پلټنو لپاره اړولې دې

January 27, 2026

د پاکستان په بیله بیلو صوبو خیبر پښتونخوا، پنجاب ،سندهه او بلوچستان کې د امریکا لنکن کارنر فعالیتونه ددې صوبو د ځوانانو او نورو مسلکی کسانو په روزنه او دوی په مثبتو فعالیتونو کې بوخت کولو لپاره رول لوبوي

January 27, 2026

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار خپل ایران سیالس سره د ټیلفون لارې خبرې کړي او په یو شمیر مهمو ټکو ی ورسره ټینګار کړې دې

January 26, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *