تازه خبرونه

پاکستان او افغانستان دې ټرانسپورټرانو لپاره ویزه پراسس آسان کړي، په پوله دې د ویزې سهولت ورکړي: حاجي ظاهروالله شینواري

د عارضي اسنادو، ټیډ موده ختمه شوې او په تورخم کې په سلګونو ټرکونه چې د تازه میوې او سبزۍ ډک دي، ټرانسپورټران او سوداګر ی د کروړونو روپو مالي زیان سره مخ کړي
پاکستان او افغانستان دې ټرانسپورټرانو لپاره ویزه پراسس آسان کړي، په پوله دې د ویزې سهولت ورکړي: حاجي ظاهروالله شینواري

حاجي ظاهروالله شینواري وایی چې که حکومتونو سره د ټي اې ډي په بدل کې ویزه او پاسپورټ دې نو بیا دې دواړه حکومتونه ټرانسپورټرانو له د ویزې ورکولو پراسس آسان کړي

حاجي ظاهروالله شینواري په پاک افغان پوله تورخم له څو کالو راهسي د سوداګرۍ سره تړلې دې، د ایمپورټ او ایکسپورټ کاروبار هم کوي او د خېبر چېمبر اف کامرس اېګزېکټېو غړې هم دې۔
دوی وایی چې کله چې د سوداګرو او د ټرانسپورټرانو سره د روډ پاس ستونزه وه نو دواړو حکومتونو د ټي اې ډي په نامه ټرانسپورټرانو لپاره اسانتیا اعلان کړه ، پاکستاني ډرایورانو له به افغانستان او افغاني ټرانسپورټرانو له به د پاکستان اړوند ادارو دا عارضي د سفر اسناد ورکول

نوموړي اوویل او ټینګار ی وکړو چې وس حکومت د عارضي اسنادو ورکول بند کړي او اعلان ی کړې چې ټرانسپورتران باید قانوني سفري اسناد، پاسپورټ او ویزه ولري

نوموړي وایی چې که حکومتونو سره د ټي اې ډي په بدل کې ویزه او پاسپورټ دي نو بیا دې دواړه حکومتونه ټرانسپورټرانو له د ویزې ورکولو پراسس آسان کړي او د ویزې فیس دې هم کم کړي

نوموړي اوویل چې هغه ډرایوران چې د عارضي اسنادو موده ی ختمه شوې ده وس په تورخم کې بند پاتې دي، ددوی ټرکونو د تازه میوې او سبزۍ ډک دي او په سخته ګرمۍ کې ددې تازه میوې او سبزۍد خرابیدو خطره ده

هغه اوویل چې د حکومتونو د سختو پالیسو له امله سوداګرو له وړاندې هم په کروړونو روپۍ تاوان کړې دې او وس غوښتنه کوي چې په پوله دې سوداګرو او ډرایورانو لپاره د ویزه ورکولو سهولت ورکړل شي

هغه اوویل چې نن سبا ډیره سخته ګرمي ده او که دا ګاړي نور ایسار کړې شول نو تازه میوه او سبزي به خرابه شي او سوداګرو ته به کروړونو روپۍ زیان ورسي

هغه اوویل چې دوی مني چې سفر لپاره باید قانوني اسناد ولري خو بیا ی غوښتنه وکړه چې په تورخم پوله دې هم دې ټرانسپورټرانو لپاره د ویزه ورکولو اسانتیاوې برابرې کړي

قاري نظیم ګل شینواري هم په تورخم پوله د ایمپورټ ایکسپورټ کاروبار سره تړلې دې او وایی چې په تورخم پوله دې چارواکي د سختیو پر ځای ټرانسپورټرانو له اسانتیاوې برابرې کړي

نوموړي اوویل چې ترڅو حکومتونو د ویزې پراسس اسان کړې نه وي نو ترهغه دې په عارضي اسنادو ټرانسپورټرانو ته د یو بل هیواد د سفر اجازه ورکړل شي

نوموړي اوویل چې که په پوله ټرانسپورټرانو لپاره سختي ختمه نه شي نو له تورخم به سوداګر نورو هیوادونو سره د تجارت کولو ته پام وګرځوي

هغه غوښتنه وکړه چې په تورخم پوله دې اسانتیاوي ورکړې شي چې د پاکستان او افغانستان اقتصاد وده وکړي

په تورخم پوله نورو سوداګرو او ډرایورانو هم دا شکایت کړې دې چې په تورخم کې په سلګونو ډک ټرکونو بند پاتې دي. د هغوی وینا ده چې د عارضي اسنادو موده ختمیدو سره کسټم حکام اجازه نه ورکوي چې خپل ګاړي پاکستان په لور بوځي

سوداګرو ، ټرانسپورټرانو او د کسټم کلیرینس ایجنټانو د پاکستان لوړ پوړه چارواکو څخه غوښتنه وکړه چې د سختیو په ځای دې ټرانسپورټرانو لپاره اسانیتاوې ورکړي چې دوه اړخیزه تجارت وده وکړي

Related Articles

رسنۍ یوازې د خبر ورکولو وسیله نه ده، بلکې د ملي ګټو په پام کې نیولو سره مسؤلانه راپور ورکول هم د هغې مهمه دنده ده

April 18, 2026

بنو کې د انډس لویې لارې پر امنیتي کاروان چاودنه؛ یو سرتېری شهید او درې ژوبل، ځواکونو د سیمې ناکه بندي کړې او لټون عملیات پیل کړي دي

April 18, 2026

نړیوال اقتصادي فشار کم شوی، چې د پاکستان د ډیپلوماسۍ له امله د تېلو بیې راټیټې شوې او کړکېچ کم شوی

April 18, 2026

وزيراعظم شهباز شريف د سعودي عرب، قطر او ترکيې له بریالي سفارتي سفر وروسته هېواد ته راستون شو، چې په لیدنو کې د سیمه‌ییز سولې او دوه‌اړخیزې همکارۍ پر مهمو پرمختګونو خبرې وشوې

April 18, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *