تازه خبرونه

د هند فوځ یو لوړپوړي پاکستان سره په جنګ کې ماتې منلې ده

د برقي جهګړې، ایکترونیکي جنګ په اړه سینګهه اومنله چې د هند وړتیاوې له پاکستان سره مقابله کې کمزورې دي او دای د پاکستان د هوایی ځواک دې دعوی سره وتړله چې د هند جنګي الوتکې ی د ایکترونیکي جام سسټم له لارې جام کړې، یعني ودرولې وې
د هند فوځ یو لوړپوړي پاکستان سره په جنګ کې ماتې منلې ده

دفاعي چارو کارپوهانو ترمخه د هند فوځي مشر دې څرګندونو څخه څرګندیږي چې هند خپله ماتې اومنله ځکه هغوی د هوایی ځواک د کمزوري سسټم په لور اشاره کړې ده او ویلي ی دې چې هند باید نور جدید دفاعي سسټمونه ولري

د هند د پوځ مرستیال مشر، لیفټننټ جنرل راهول سېنګهه، په یوه حیرانوونکې څرګندونه کې ویلي چې هند د خپلې وروستۍ څلور ورځنۍ جګړې پر مهال نه یواځې له پاکستان سره جنګ نه کولو بلکې د چین او ترکیې له ملاتړ سره هم مخ وو.

د هند فوځ مشر په دې وینا کې د خپل هوایی ځواک په لوري هم په اشاره سره اوویل چې هند باید دې ځواک د پیاړوتیا لپاره کار وکړي چې ښایی هند په دې جنګ کې خپله ماتې منلې ده

جنرال سېنګ دا څرګندونې د هند د سوداګرۍ او صنایعو فدراسیون له خوا د “نوې زمانې پوځي ټکنالوجۍ” تر سرلیک لاندې غونډې ته وکړې. نوموړي وویل چې د “عملیات سندور” پر مهال هند مهم پوځي درسونه زده کړل

هغه اوویل چې یوازې یوه پوله وه، خو درې دښمنان وو، زیاته ی کړه چې پاکستان پکې نېغ په نېغه ښکېل و، چین پاکستان ته د هند د پوځ د موقعیتونو ژوندي استخباراتي معلومات ورکول

جنرال سېنګهه زیاته کړه چې د تېرو پنځو کلونو په اوږدو کې ۸۱ سلنه وسلې چې پاکستان ته ورکړل شوي، د چین جوړې دي چې دا د اسلام‌اباد او بیجېنګ ترمنځ ژورې پوځي اړیکې څرګندوي

نوموړي دا هم وویل چې ترکیې پدې جګړه کې مهم رول لوبولی، د

بې‌پیلوټه الوتکې (ډرونونه) یې پاکستان ته ورکړي وو او دې سره یې مسلکي کارکوونکي هم لېږلي وو، چې دا الوتکې په صحیح توګه وکاروي.

د برقي جهګړې، ایکترونیکي جنګ په اړه سینګهه اومنله چې د هند وړتیاوې له پاکستان سره مقابله کې کمزورې دي او دای د پاکستان د هوایی ځواک دې دعوی سره وتړله چې د هند جنګي الوتکې ی د ایکترونیکي جام سسټم له لارې جام کړې، یعني ودرولې وې

دفاعي چارو کارپوهانو ترمخه د هند فوځي مشر دې څرګندونو څخه څرګندیږي چې هند خپله ماتې اومنله ځکه هغوی د هوایی ځواک د کمزوري سسټم په لور اشاره کړې ده او ویلي ی دې چې هند باید نور جدید دفاعي سسټمونه ولري لکه د اسرایلو آیرن ډوم سسټم، ځو زیاته ی کړه چې د سسټم ډیر زیات لګښت غواړي او باید مونږ نوې لارې راپیدا کړو چې داسې سسټمونه جوړ کړو

د هند فوځ یو مشر له لوري دداسې څرګندونو د هند دننه غبرګون او بحثونه راپارولي دي
کارپوهان او ټولنیز کاروونکي دا څرګندونې د هند د پوځ له لوري د وروستي شخړې پر مهال د شته ننګونو په اړه د خپل دفاعي سسټم د کمزورۍ یو اعتراف بولي

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *