د امريکې نيوزويک رسالے سره د مرکې په مهال د هند خارجه وزير جے شنکر د پاکستان خلاف جارحيت او د هغې په ردعمل کښې د پاکستان جوابي حملو کښې د هندوستان د ماتې اعتراف کړيدے ۔ جے شنکر وئيلي دي چې د پهلګام حملې نه پس پاکستان کښې د ترهه ګرو ټهکانې په نښه کولو فيصله شوي وه چې مقصد ئې هند ته راپيښ د خطرو مخنيوي کول وو ۔
د هغه وينا ترمخه په ۹ مئي د امريکې نائب صدر جے ډي وينس د وزيراعظم نريندر مودي سره د ټيلي فون د لارې رابطه کړي وه او د پاکستان د حملو خبردارې ئې ورکړې وو۔ د يوې پوښتنې په جواب کښې جے شنکر ووئيل چې د پاکستان جنګي الوتکو د هند په مختلف مقاماتو درنې حملې کړې وې ولې هندوستان هم د دې حملو فوري او موثره جواب ورکړې وو۔
پاکستان سره جنګ بندۍ په حواله د هند خارجه وزير ووئيل چې د دواړو ملکونو په يو بل د حملو نه يو ورځ پس د امريکې هم منصب مارکو روبيو له ماسره په ټيلي فون خبرې کړې وې او هغه راته وئيلې وو چې پاکستان جنګ بندۍ له تيار دے بايد چې هند هم د دې مثبت جواب ورکړي ۔ د مرکې دوران جے شنکر اعتراف کړېدے چې د پاکستان فضائيې د کارروائۍ په نتيجه کښې درې رافيل الوتکې هم راګوزار شوي وې ۔
دې نه مخکښې لوک سبها کښې د حکمرانې ډلې ممبرانو او اپوزيشن غړو هم تصديق کړي وو چې پاکستان د هند شپږ الوتکې ويشتلې وې چې پکښې د فرانس جوړ شوي رافيل جنګي جازونه هم شامل وو۔ ياده دي چې د اپريل په ۲۲ نيټه د مقبوضه جمو و کشمير په پهلګام علاقه کښې د وسله والو په حمله کښې شپږ
تنه وژلي شوي وو چې پکښې زياتره سيلګري وو، هند واکمنو بغير د څه تحيق يا ثبوت د دې حملو ذمه وار پاکستان ګرځولې وو او په شپږم او اووم مئي ئې په پاکستان حملې کړې وې ولې پاک پوځ هم د دې حملو موثره جواب ورکړي وو چې په نتيجه کښې د هند شپږ جنګي الوتکې، براهموس ميزائيل ذخيره، ايس ۴۰۰ سسټمز تباه کړي شوي وو ۔