په غزه باندې د اسرایل بریدونه په کال ۲۰۲۳ په اووم ۷ اکتوبر د حماس برید په غبرګون کې پیل شو او تر دو کالو پورې د اسرایل بریدونو دوام وکړو خو د رسنیو راپورنو ترمخه د امریکا اولسمشر ډونلډ ټرمپ په غزه کې د ډزبندۍ وړاندیز کړې دې او د ټرمپ په وینا اسرایل هم دې ډزبندۍ ته راضي شوي دي
په رسنیو کې خپور د یو راپور ترمخه په غزه کې جګړه هغه مهال پیل شوه کله چې د حماس په مشرۍ جنګیالانو د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷مه نېټه پر اسراییل برید وکړو، چې د اسراییلي شمېرو له مخې، پکې ۱۲۰۰ کسان ووژل شول او ۲۵۱ کسان یې یرغمل کړل
د غزه صحت وزارت د معلوماتو ترمخه د کال ۲۰۲۳ اکتوبر څخه تراوسه پورې داسریل بریدونو له امله په غزه کې له ۵۶۰۰۰ شپږ پنځوس زره زیات فلسطیني مسلمانان شهیدان شوي دي
د مرګ ژوبلې سره سره په غزه کې په لکونو مسلمانانو کورونو پریښودلي او په غزه سیمه کې اولس د لوږې یو لوی ناورین سره هم مخامخ شوي دي
ټرمپ په سوشل میډیا پانړه ویل دي چې د هغه استازو له اسرایلي چارواکو سره د غزه په موضوع ډیر مهمې او ګټورې خبرې کړي دي .
د رایټرخبري آژانس په پانړه یو خپور راپور ترمخه ټرمپ خبریالانو ته ویلي دي چې دی هیلهمند دی چې راتلونکې اوونۍ به د اسراییل او د حماس جنګیالیو ترمنځ په غزه کې د اوربند او بندیانو د تبادلې یوه موافقه ترسره شي، د راپور ترمخه ټاکل شوې ده چې ټرمپ به د دوشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې له نیتن یاہو سره وویني
په داسې وخت کې چې ټرمپ په غزه کې د اوربند لپاره خبرې او هڅې کوی ، له ایران لوري د فلسطین او ایرایل په جنګ او د اوربند په اړه چوپتیا یو شمیر پوښتنې را ولاړې کړي دي
د رسنیو یو راپور
د امريکايي ولسمشر د غزې لپاره د ۶۰ ورځنۍ اوربند دعوې وروسته، د امريکايي ورځپاڼې لخوا د يرغمال شویو او د اسرائيليانو د مړو د سپارلو په اړه راپور خپور شوی دی
امريکايي ورځپاڼې داسې دعوی کړې ده چې ۱۰ يرغمال شوي کسان او ۱۸ وژل شوي اسرائيليانو مړي به په پنځو پړاوونو کې وسپارل شي، او د مړو او يرغمال شویو په خوشې کولو سره به فلسطيني بنديان هم خوشې شي
خو بل اړخ ته داسې راپورونو دي چې امریکا او اسرایل لوري په حماس پریشر زیات دي او دا ډله ی ډزبندۍ ته مجبوره کړې خو بیا بل اړخ ته په دې ډزبندۍ کې د فلسطینیانو د آزادۍ حق په اړه کومه خبره نه کیږي خو د فاعي پوهانو په نظر که څه هم د فلسطینیانو ډیر زیات وګړي چې پکې زیات شمیر ماشومان شامل دي شهیدان شوي دي او په داسې وخت کې که اوبند وشي نو دا یو مثبت ګام دې او دې سره به د غزه په سیمه کې مرګ ژوبلې ته د پای ټکې کیښودل شي
په داسې وخت کې چې په غزه کې د اوبند خبرې کیږي د اسرائيل یوې ورځپاڼې دا دعوه هم کړې چې حماس به د اسرائيلي يرغمال شویو د خوشې کولو په اړه له کومې رسمي غونډې څخه ډډه وکړي
دلته ددې خبرې هم يادونه بايد وشي چې تر دې وړاندې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دعوه کړې وه چې اسرائيلو په غزه کې د ۶۰ ورځنۍ اوربند وروستۍ بڼې ته د رسېدو لپاره له شرايطو سره راضي شوي دي.
د ټرمپ په وينا، په دې ۶۰ ورځو کې به د جګړې د بشپړ پای ته رسېدو لپاره له ټولو اړخونو سره ګډ کار وشي، د عرب هیوادونو قطر او مصر په منځګړتوب دا خبرې کیږي او قطر او مصر به وروستي وړانديزونه هم وړاندې کړي
په میډیا کې داسې راپورونو هم راغلي چې د جون په ۲۶مه نېټه، يوه اسرائيلي ورځپاڼې ادعا وکړه چې د غزې جګړه په دوو اونيو کې پای ته رسېږي او د حماس پر ځای به د غزه سیمې چارې څلور عرب هېوادونه سمبال کړي
دفاعي او سیاسي کارپوهان په دې نظر دې چې په غزه کې د اوربند خبرو په مهال د ایران لوري چوپتیا یو شمیر پوښتنې راو ولاړې کړي دي
د پوهان ترمخه کله نه چې اسرایل په غزه بریدونو پیل کړي دي نو ایران له ایران لوري یو توغندۍ هم د فلسطینیانو په دفاع کې ایران په اسرایل نه دې ویشتلې
پوهان وایی چې ایران یواځي په خپله دفاعي کې په اسرایلو بریدونه کړي خو ایران له لوري یو برید هم د فلسطینیانو سره په ملاتړ کې ی په اسریلو نه دې کړي
دلته ددې خبرې باید یادونه وشی چې که یو اړخ ته په دې دوه کاله جنګ کې زیات مالي او ځاني زیان د غزه مسلمانانو شوې دې خو بیا هم که اوربند وشي نو دا فلسطینیانو لپاره یوه مهمه خبره او ګام دې ځکه دې اوربند سره خو څه ورځې د فلسطینیانو مرګ ژوبله پای ته ورسیږي او د غزه مسلمانان به څو ورخې په ارام ساه واخلي