تازه خبرونه

پاکستان په نړۍ کښې يواځې کولو په حواله د هندواکمنو خوبونه نيمګري پاتي،پاکستان د سلامتي کونسل د صدارت څوکۍ سنبهال کړيده

نړي وال تاؤ تريخوالې او بحرانونو خاتمه د متحده قامونو چارټر مطابق کول به د پاکستان وړومبې ترجيح وي،خارجه وزيراسحاق ډار
پاکستان يو مياشت لپاره د متحده قامونو د سلامتي کونسل صدر منتخب

پاکستان نړي وال تاؤ تريخوالې او بحرانونو د حل لپاره پرعزم

د مختلف نړي وال شخړو او بحرانونو په دور کښې پاکستان ته په سفارتي کچ مهمه ذمه واري ورکړي شويده او پاکستان په باقاعده توګه د متحده قامونو د سلامتي کونسل صدر منتخب شوېدے ۔

خارجه وزير او نائب وزيراعظم اسحاق ډار په ايکس پاڼه ورکړي شوي بيان کښې وئيلي دي چې پاکستان به د سلامتي کونسل د صدر په حيث خپلې ذمه وارې د متحده قامونو د چارټر مطابق ادا کوي،د هغه وينا وه چې پاکستان په داسې وخت کښې د سلامتي کونسل صدارت کوي چې د نړۍ مختلف ملکونو کښې بشري بحرانونه او نورې شخړې ډيرې شويدي پاکستان به کوشش کوي چې سلامتي کونسل داسې موثره او فوري اقدامات اوچت کړي کوم چې د دې شخړو د پرامن او سفارتکارۍ د لارې حل سبب وګرځي، خپل بيان کښې خارجه وزير اسحاق ډار زياته کړيده چې پاکستان به د ټولو شخړو د حل کولو او موثره نتائجو لپاره د متحده قامونو غړي ملکونو او سلامتي کونسل ترمينځ د پل کردار ادا کوي دې سلسله کښې به ټولو ملکونو سره متوازن او عملي تعاون کيږي، سفارتي ماهرينو ترمخه په داسې مهال چې هند د پهلګام حملې په ذريعه پاکستان په نړيوال کچ د يواځې کولو هر ممکن کوشش کړې وو ولې د دې کوششونو باوجود پاکستان ته اهم سفارتي ذمه وارې ملاويدل د پاکستان مهمه کاميابي ده ۔

Related Articles

ایراني سفیر اسلام آباد د امریکا سره د مذاکراتو یوازینی ځای بللی او پر پاکستان یې بشپړ باور څرګند کړی دی

April 16, 2026

وزیراعظم شهباز شریف له خپل وفد سره دوحې ته رسېدلی دی، چیرې چې هغه به د قطر له امیر سره په کتنه کې د دوه اړخیزو همکاریو او سیمه‌ییز سولې په اړه خبرې وکړي

April 16, 2026

د هنګو په بختو ټاپ او چمبه ګل سیمو کې د پولیسو او وسله‌والو ترمنځ نښته کې ۸ وسله‌وال وژل شوي، او یو پولیس سرتېری شهید شوی دی

April 16, 2026

ایا پاکستان کولای شي له افغانستان سره جګړه پرمخ یوسي، په داسې حال کې چې د یوې نړیوالې جګړې منځګړیتوب هم کوي؟

April 16, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *