تازه خبرونه

سوات او لوئر دیر: سېلابي اوبو ګنړ شمیر کسان وژلي، رسکیو 1122

په سوات او لوئر دیر کې د وروستیو سختو بارانونو له امله سېلابي وضعیت رامنځته شوی، چې له کبله یې ګڼ شمېره خلک وژل شوي، ورک او ژوبل شوي دي. د ریسکیو ادارو لخوا د ژغورنې عملیات دوام لري
په عین حال کې، په لوئر دیر کې د دریائے پنجکوړه او نورو خوړونو د طغیان له امله وضعیت خطرناک شوی دی. په تیمرګرہ خزانه بای پاس کې دوه ښځې او دوه ماشومان بند پاتې وو، او په جندول منډه کې یو زاړه تن د سېلابي خوړ له کبله بند شوی و، چې ټول پنځه کسان د ریسکیو 1122 لخوا ژغورل شوي دي. خو اوس تازه راپورونه ښيي چې په جندول ګرړه سیمه کې یو کس سېلابي اوبو وړي او د هغه د موندنې لپاره ډلې روانې شوې دي.

بل‌خوا، د سوات امام ډهیرۍ په سیمه کې ۲۲ کسان چې په سېلابي اوبو کې بند پاتې وو، روغ رمټ ژغورل شوي دي. همداراز، د مټې بره بامه خېله کې ۲۰ تر ۳۰ کسان او د مانیار، پنجیگرام او غالیګې په سیمو کې بند پاتې کسان هم ژغورل شوي دي. له غالیګې څخه د یو تن جسد هم راایستل شوی دی

د ریسکیو 1122 د معلوماتو له مخې، د سوات د بای پاس په سیمه کې 18 سیلانیان د سېلابي اوبو له کبله سیلاب وړي، چې تر دې دمه 4 جسدونه راویستل شوي او ۳ کسان ژوندي ژغورل شوي دي. د بېلابېلو سیمو څخه تر اوسه 7 مړي راایستل شوي او 6 کسان لا هم ورک دي چې د هغوی د موندنې لپاره ژغورنیز عملیات روان دي. د دغو عملیاتو لپاره ۱۲۰ د ریسکیو اهلکاران په دنده بوخت دي.

بل‌خوا، د سوات امام ډهیرۍ په سیمه کې ۲۲ کسان چې په سېلابي اوبو کې بند پاتې وو، روغ رمټ ژغورل شوي دي. همداراز، د مټې بره بامه خېله کې ۲۰ تر ۳۰ کسان او د مانیار، پنجیگرام او غالیګې په سیمو کې بند پاتې کسان هم ژغورل شوي دي. له غالیګې څخه د یو تن جسد هم راایستل شوی دی.

په عین حال کې، په لوئر دیر کې د دریائے پنجکوړه او نورو خوړونو د طغیان له امله وضعیت خطرناک شوی دی. په تیمرګرہ خزانه بای پاس کې دوه ښځې او دوه ماشومان بند پاتې وو، او په جندول منډه کې یو زاړه تن د سېلابي خوړ له کبله بند شوی و، چې ټول پنځه کسان د ریسکیو 1122 لخوا ژغورل شوي دي. خو اوس تازه راپورونه ښيي چې په جندول ګرړه سیمه کې یو کس سېلابي اوبو وړي او د هغه د موندنې لپاره ډلې روانې شوې دي.

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *