تازه خبرونه

د ضلع کرم خبریال سره دې مالي مرستې وشي: د ځایی اولس غوښتنه

سینئر خبریال محمد بلوچ تر اوسه له معاوضې بې برخې دی ، اووه میاشتې وروسته هم مرسته نه ده ورکړل شوې
د پېښې وروسته حکومت د زیانونو په اړه سروې هم وکړه او د متاثره کسانو لپاره یې د مالي مرستې اعلان وکړو خو تر نن ورځې یو شمیر زیانمن شوي کسانو په شمول محمد بلوچ هم له مرستې بې برخې پاتې دي

د راپورونو له مخې، شرخوښو د شپې په تیاره کې پر بګن یرغل وکړ او په سیمه کې ی د پینځلس سوو زیات دوکانونه مارکیټونه او کورونه وسوځول

د ضلع کرم په بګن سیمه کې د ۲۰۲۴م کال د نومبر په ۲۱مه د شپې بدې پیښې اووه میاشتې تېرې شوې، خو لا هم زیانمن شوی خبریال محمد بلوچ د حکومت له خوا کومه مرسته نه ده ترلاسه شوې .

د راپورونو له مخې، شرخوښو د شپې په تیاره کې پر بګن یرغل وکړ او په سیمه کې ی د پینځلس سوو زیات دوکانونه مارکیټونه او کورونه وسوځول.

د ځایی سرچینو ترمخه په دې پیښه کې د ځایی خبریال او د دنیا نیوز رپورټر محمد بلوچ دفتر هم له منځه لاړو. د راپورونو ترمخه

د پېښې وروسته حکومت د زیانونو په اړه سروې هم وکړه او د متاثره کسانو لپاره یې د مالي مرستې اعلان وکړو خو تر نن ورځې یو شمیر زیانمن شوي کسانو په شمول محمد بلوچ هم له مرستې بې برخې پاتې دي.

محمد بلوچ له حکومته کلک غوښتنه کړې چې خبریالانو او ټولو زیانمن شویو کسانو ته دې بېړنۍ مالي مرسته ورکړل شي، څو هغوی وکولای شي خپلې مسلکي چارې بېرته پیل کړي. ده وویل، اووه میاشتې تېرې شوې دي خو تراوسه دوی سره مالي مرسته نه ده شوې. متاثره کسانو او خبریال محمد بلوچ له حکومتي اړوند چارواکو څخه غوښتنه وکړه چې دوی سره دې مالي مرستې وکړي چې دوی یو ځل بیا خپل ژوند ته دوام ورکړي او د خپل خاندان لپاره د خوراک وسیله جوړ شي

Related Articles

پاکستان ادعا کوي چې د سرحدي کړکېچونو په منځ کې په «غصب للحق» عملیاتو کې سلګونه طالبان وژل شوي دي

March 3, 2026

د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار ډیپلوماټانو ته د پاکستان-افغانستان اړیکو په اړه معلومات ورکړل او د سیمه‌ییزې سولې او ثبات د ساتنې لپاره یې پر ځان‌کنټرول ټینګار وکړ

March 3, 2026

په افغانستان کې د طالبانو دیني عالمان د تاوتریخوالي د توجیه لپاره دین کاروي، چې د سیمه‌ییز امنیت او سرحدي وسله‌والو ډلو لپاره خطرونه زیاتوي

March 3, 2026

مسؤلانه څرګندونې د پاکستان د یووالي، ټولنیز هماهنګۍ، او اوږدمهاله ثبات د ساتنې لپاره حیاتي رول لوبوي

March 3, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *