تازه خبرونه

کراچۍ کې ریاستي ادارو څلور د هند جاسوسې ادارې را څلور ایجنټان نیولي

د نیول شوو کسانو موبایلونو څخه داسې مواد ترلاسه شوې چې ښایی دوی په هند کې چارواکو سره اړیکو کې وو او د هند لپاره به ی جاسوسي کوله

1 min read

د ځانګړې پلټنو ادارې مشر اوویل او د نیول شوو کسانو په اړه ی یو انکشاف ی وکړو چې په ۲۰۲۴ کال کې نیول شوي کسانو د سجاول له لارې هند ته هم سفر کړې وو

د ایس آی یو مشر شعیب میمن په کراچۍ کې په یوه خبري ناسته کې وویل چې دغه نیول شوي کسان د هند د استخباراتي ادارې "را" ایجنټان دي

June 25, 2025

ایس آی یو له کراچۍ څخه د هند جاسوسې ادارې “را” څلور جاسوس نیولي دي

د پاکستان د ځانګړې پلټنې ادارې (ایس آی یو) چارواکو په کراچۍ کې د قائدآباد له سیمې څخه د هند استخباراتي ادارې “را” لپاره کارکوونکي څلور ترهګر نیولي دي .

د ایس آی یو مشر شعیب میمن په کراچۍ کې په یوه خبري ناسته کې وویل چې دغه نیول شوي کسان د هند د استخباراتي ادارې “را” ایجنټان دي.

د ځانګړې پلټنو ادارې مشر اوویل او د نیول شوو کسانو په اړه ی یو انکشاف ی وکړو چې په ۲۰۲۴ کال کې نیول شوي کسانو د سجاول له لارې هند ته هم سفر کړې وو چې هلته د ترهګرۍ پوځي روزنه ترلاسه کړي.

شعیب میمن په خبري کانفرنس کې زیاته کړه چې دا نیول شوي کسان د هند یو پوځي افسر سره په اړیکه کې وو .

ددې ادارې مشر اوویل او زیاته ی کړه چې له نیول شوو کسانو د موبایل ټیلیفونونو څخه د پاکستان ضد داسې مواد لاس ته راغلې دي چې ښایی دې کسانو پاکستان کې د ترهګرۍ پلانونه جوړول او په پاکستان هیواد کې ی د ناامنۍ پيښو ته وده ورکوله.

دلته ددې خبرې هم باید یادونه وشي چې د پاکستان حکومتي چارواکو ترمخه د پاکستان په بلوچستان کې هم بلوچ بیلتون خوښي هغه ډله ده چې د هند له لوري ورته ملاتړ حاصل دې او په بلوچستان کې په ترهګريز پیښو کې لاس لري

Related Articles

د ډینګي بخار له وجهې چارسده کې یوه بله میرمن هم مړه شوې

September 23, 2025

د ماهرنګ بلوچ د نوبل انعام لپاره هڅو کولو وروسته د نوبل جایزې ورکولو اداره باندې نیوکې را پورته کړي دي

September 23, 2025

د سعودي عربستان ستر مفتي شیخ عبدالعزیز مړینه د مسلمانۍ نړۍ لپاره د لوی غم ورځ ده، ستر مفتي اسلام لپاره ډیر زیات خدمت کړې دې

September 23, 2025

حېرانونکې خبره داده چې دومره اوږد سفر پرته هم افغان ماشوم روغ هند ته رسېدلې دې

September 23, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *