تازه خبرونه

د خیبر چیمبر مشران پیښور کې د ایران قونصل ته ورغلي او د ایران د قونصل غړو ته ی تسلي ورکړې او دوی سره ی خواشیني څرګنده کړې

د ایران قونصل جنرل علي بنفشي خان د خیبر چیمبر له پلاوي مشرانو څخه مننه وکړه او وې ویل چې دا د ایران لپاره ستر ویاړ دی چې په وروستي صیهوني برید کې پاکستان د ایران کلکه ملاتړ وکړو
علي بنفشي خان وویل چې دا ډیر د افسوس خبره ده چې د اسلامي نړۍ ځیني مشران د ایران پر ضد صف کې ودرېدل

د خیبر چیمبر پلاوي مشرانو ایراني قوم سره خواشیني څرګنده کړه او ایراني قوم له ی په ستره بریا مبارکي ورکړه

د خیبر چیمبر آف کامرس مشرتابه پلاوې وړمه ورځ په پېښور کې د ایران قونصل خانې ته ورغلل او د ایران د شهیدانو لپاره ی ځانګړې دعا وکړو،شهیدانو قربانیو ستاینه ی وکړه او د ایراني قوم بریا ی په درنو ټکو کې وستایله.

د خیبر چیمبر آف کامرس او انډسټریز پیټرن ان چیف سید جواد حسین کاظمي په مشرۍ یو لوړپوړی پلاوی په پېښور ښار کې د ایران قونصلګرۍ ته ورغلل. دوی د ایرانی قونصل جنرل ښاغلي علي بنفشي خان سره وکتل او د ایران اسراییل وروستۍ جهګړه کې ی د ایرانی ولس له خوا ورکړې قربانیو ته ی درناوې وړاندې کړو.

په دې موقع د ایرانی قونصلګرۍ تجارتي اتاشي حسین معظمي هم موجود وو. سید جواد حسین کاظمي د خبرو پر مهال وویل، ایران د اسراییل او امریکا په وړاندې کلک دریځ خپل کړو، په میړانه ی مبارزه وکړه. هغه زیاته کړه چې د ایران زړورتیا او استقامت بې مثاله وو زیاته ی کړه چې ایران نړۍ ته وښودله چې څنګه یو اسلامي ولس د ظلم پر ضد ودرېږي او مقابله کوي.

هغه وویل چې کله ایران د اسراییلي یرغل ځواب ورکړ، نو اسراییل مجبوره شو چې د امریکا نه مرسته وغواړي. امریکا چې حمله وکړه، ایران د خلیج په سیمه کې پر امریکایي اهدافو بریدونه وکړل، او بالاخره دواړه امریکا او اسراییل اوربند ته مجبور شول،زیاته کړه چې د صیهوني قوتونو ښکار ماتې وه.

سید جواد کاظمي زیاته کړه چې اوس د اسلامي نړۍ مشران باید له وېرې پرته یو بل ته ورنزدې شي او یو بل سره اړیکې ټينګې کړي. هغه له قونصل جنرل نه وغوښتل چې د ایران-پاکستان دوه اړخیز تجارت پراخېدو کې دې ایران حکومت مرسته وکړي چې د پاکستان او ایران دوه اړخیز تجارت وده وکړي.

نوموړي وویل چې دوه میاشتې وروسته به خیبر چیمبر آف کامرس د ایران د سوداګرو سره په ګډه په پېښور کې یوه صنعتي نندارتون تابیا کوي، زیاته ی کړه چې په دې نندارتون کې به د ایران تاجران فعاله ګډون کوي.

د پلاوي نورو غړو هم خپل نظرونه وړاندې کړل. د پلاوي غړو کې ایګزیکټیو ممبران کامران رضا، صغیر داد آفریدی، ملک اعجاز آفریدی، محمد هارون صابر، اعجاز زرین خټک، شاهزیب خان، علي فیصل او د ټرایبل یونین آف جرنلسټس پخوانی مشر او سینيئر خبریال قاضي فضل الله هم شامل وو .

د ایران قونصل جنرل علي بنفشي خان د خیبر چیمبر له پلاوي مشرنو څخه مننه وکړه او وې ویل چې دا د ایران لپاره ستر ویاړ دی چې په وروستي صیهوني برید کې پاکستان د ایران کلکه ملاتړ وکړو. هغه زیاته کړه چې پاکستان په نړیواله کچه د د ایران ملاتړ وکړ، چې دا ایران ولس هېڅکله هم هېر نه کړي.

علي بنفشي خان وویل چې دا ډیر د افسوس خبره ده چې د اسلامي نړۍ ځیني مشران د ایران پر ضد صف کې ودرېدل، خو د عامو مسلمانانو زړونه د ایران سره وو، او دا د ایران لپاره د افتخار خبره ده. هغه وویل ایران تل د مظلومو ملاتړ کړی، او د مظلومو دعاګانې د ایران لپاره د بریا وسیله شوې او ایران په جنګ کې بریالې شو.

نوموړي وویل پاکستان زمونږ ورور اسلامي هېواد دی، او اوس وخت راغلی چې دا ورورولي نوره هم قوي کړو. د دوه اړخیز تجارت د پراخېدو لپاره ایران د پاکستاني توکو وارداتو باندې کم ټیکس لګولې او له پاکستانه هم تمه لوري چې په ایراني توګه ټیکس کم کړي چې دوه اړخیز تجارت وده وکړي.

هغه وویل چې د پېښور صنعتي نندارتون کامیابیدلو لپاره به کار وکړو او ایران به پوره همکاري وکړي چې دا صنعتي نندارتون کامیاب کړي

Related Articles

په کابل کې د پاکستان هوايي برید د طالبانو تړلي ترهګرې وېبپاڼې هدف ګرځولي. د طالبانو د ملکي خلکو په اړه جعلي ادعاوې د سرحدي ګواښونو دوام ښيي

March 17, 2026

سویلي افریقا په هېملټن کې په زړه پورې T20 نړیواله لوبه کې نیوزیلینډ ته ماتې ورکړه او د لړۍ وضعیت یې د دریمې پرېکړندویې لوبې دمخه برابر کړ

March 17, 2026

امریکا نړیوال متحدینو ته سپارښتنه کوي چې د جګړې بیړۍ ځای په ځای کړي، ځکه چې د ایران سره تنشونه ډېر شوي او د خلیج امنیت او د نړۍ د انرژۍ رسولو باندې اغېز کوي

March 17, 2026

د طالبانو مشر اخندزاده په خپل د اختر پیغام کې د غزې او فلسطین یادونه ونه کړه، چې دا د تیرو بیانونو په پرتله یوه مهمه بدلون ګڼل کیږي

March 17, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *