تازه خبرونه

په قطر کې د امریکا په هوایی اډو توغندیز برید، وزیراعظم شهباز شریف به دې اړه اندیښنه څرګنده کړې

د قطر او سعودعربستان سفیرانو له پاکستان څخه ځانګړې مننه کړې چې وزیراعظم شهباز شریف ورسره په سیمه کې د روان وضعیت او کړکیچ په اړه د ژورې اندیښنې څرګندونه وکړه
وزیراعظم د قطر له حکومت او ولس سره د يووالي څرګندونه وکړه او په سيمه کې د تاوتريخوالي د کمولو او د سولې د بيا رامنځته کولو پر اړتيا ټينګار وکړو

په ټیلیفوني خبرو کې وزیراعظم شهباز شریف د سيمې د ثبات لپاره د ګډو هڅو پر اړتيا ټينګار وکړو

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف په قطر کې د امريکايي پوځې اډې باندې د ايران د ميزايل حملې د راپورونو په اړه خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.

نوموړي په پاکستان کې د قطر سفير علي مبارک الخاطر سره ټليفوني اړيکه و نیوله. وزیراعظم په دې ټليفوني خبرو کې په قطر کې د امريکايي پوځې اډې باندې د ايران د ميزايل حملې د راپورونو په اړه خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړه.

وزیراعظم د قطر له حکومت او ولس سره د يووالي څرګندونه وکړه او په سيمه کې د تاوتريخوالي د کمولو او د سولې د بيا رامنځته کولو پر اړتيا ټينګار وکړو.

د قطر سفير د پاکستان لوری سمدستي تماس نيولو او د يووالي څرګندولو له امله له وزیراعظم څخه ځانګړې مننه وکړه او د پاکستان ستاینه ی وکړه.

په داسې وخت کې چې په قطر کې د امریکا په اډو توغندیز برید ترسره شو د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف د سعودي عرب سفير نواف المالکي سره هم ټليفوني اړيکه ونیول او په قطر کې د امريکايي پوځې اډې باندې د ايران د ميزايل بريد د راپورونو په اړه اندېښنه څرګنده کړه.

په ټیلیفوني خبرو کې وزیراعظم د سيمې د ثبات لپاره د ګډو هڅو پر اړتيا ټينګار وکړ او ويې ويل چې پاکستان به له سعودي عرب سره يو ځای په منځني ختيځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي .

د سعودي سفير په سیمه کې د اندېښنې له څرګندولو څخه د وزیراعظم شهباز شریف څخه مننه وکړه او ويې ويل چې پاکستان او سعودي عرب بايد په ګډه د سيمې د سولې لپاره کار ته دوام ورکړي .

دلته ددې خبرې هم باید یادونه وشي چې پاکستان په نړۍ کې په هر پلیټ فارم په ایران باندې د اسرایل او بیا په ایران باندې له امریکا لوري بریدونو په سختو ټکو کې غندلي دي، د پاکستان په ملګري ملتونو کې سفیر عاصم افتخار هم د ملګري ملتونو د سیکوریټي کونسل په غونډو کې د ایران اسرایل شخړې په سفارتي کچه د هوارولو غوښتنه وکړه او د ایران اسرایل شخړه ی د سیمې لپاره د لوی زیان لامل وګرځول.

ياده دې وي چې بیګا د شپې ايران د امريکايي بريد په غبرګون کې په قطر کې د امريکايي پوځې اډې باندې د ميزايلو بريد وکړه. د ايران دولتي تلويزيون تاييد کړې چې ايراني ميزايلونو د قطر د العديد پوځې هوايي اډه په نښه کړې ده خو بیا د قطر هیواد په یو بیان کې ویلي وو چې ټول توغندي ی په بریالیتوب راغورځولې دي او کوم زیان ی نه دې رسولې

Related Articles

د پاکستان سمندري ځواک له لوري د «تیمور» هوايي توغول کېدونکي کروز توغندي بریالی ازمایښت ترسره شو، چې د هغوی د عملیاتي چمتووالي څرګندونه کوي

April 21, 2026

په سعودي عرب کې د هند د ملي امنیت سلاکار اجیت دووl ته سوړ او بې‌پام هرکلی وشو؛ د لوړو چارواکو نشتون د هند د سفارتکارۍ پر ناکامۍ ټینګار کوي

April 21, 2026

په اسلام‌آباد کې د چاودېدونکو موادو د موندنې او د ټرافیکي بندیزونو په اړه د افغان تبلیغاتي اکاونټ ادعا بې‌اساسه بلل شوې ده

April 21, 2026

د ترهګرۍ پر ضد اوږده جګړه وي او که د اقتصادي محاذ ستونزې، دې ملت د فقر په همدې تودوخه کې خپله خودي ځلېدلې ده

April 21, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *