متحده قامونو کښې د پاکستان مستقل مندوب عاصم افتخار د سلامتي کونسل اجلاس ته وينا په وخت په افغانستان کښې موجود ترهه ګر تنظيمونه د پاکستان د قامي سلامتيا لپاره خطره ګرځولي ده، د عاصم افتخار وينا وه چې افغانستان کښې د کالعدم ټي ټي پي شپږ زره وسله وال ميشته دي او متحده قامونو هم د افغانستان په خاوره دا لوئي ترهه ګر ډله ګرځولي ده ۔
پاکستاني مندوب وئيلي دي چې څلور کاله مخکښې په کابل د طالبانو د قبضے او امريکني پوځ انخلا نه پس لوئي شمير کښې وسله او بارود په افغانستان کښې پريښودې شوي وو کوم چې د پاکستان خلاف د بريدونو لپاره استعماليږي، عاصم افتخار زياته کړيده چې د پاکستان سيکيورټي فورسز مختلف ښارونو کښې د عملياتو په مهال اپريل مياشت کښې پاکستان ته داخليدونکي د کالعدم تنظيم 54 ترهه ګر وژلي وو، پاکستاني مندوب وينا وه چې پاکستان کښې بدامني خورولو او اقتصادي پرمختګ منصوبو کښې خنډان اچولو لپاره کالعدم تنظيمونو تحريک طالبان پاکستان او بلوچستان لبريشن آرمي خپلو کښې يو شوېدے،پاکستان سره د دې ثبوتونه هم موجود دي،پاکستاني مندوب وائي چې پرامن افغانستان د پاکستان د مفاد لپاره ضروري دے د سيکيورټي مسائلو باوجود پاکستان د افغان حکومت سره ښه اړيکې غواړي د خارجه وزير اسحاق ډار په کوششونو دواړو هيوادونو د چارواکو ترمينځ رابطې بحال شويدي ، عاصم افتخار په افغان زنانؤ باندې د طالبانو بنديزونه اوسه پورې نه ختميدو باندې د تشويش اظهار کړېدے او افغان دولت باندې ئې زور راوړېدے چې دې سلسله کښې دې خپلې ذمه وارې پورا کړي بلخوا د امريکې ايوان نمائندګان د يو بل منظور ورکړيده چې مقصد ئې افغانانو سره کيدونکي مالي مرستې د طالبانو لاس ته د ورتلو مخنيوي کول دي ،د امريکې ايوان ته دغه بل د ري پبلکن ګوندممبر ټيم برشيټ وړاندې کړې وو، د خارجه امورو کميټۍ چيئرمين برآئن مست وئيلي دي چې افغانستان سره کيدونکې امريکني مالي مرستې به اوس د دريم هيواد يا د نورو ادارو په ذريعه خرچ کولې شي ۔
امريکني پارليمنټ ممبرانو وينا ترمخه افغانستان سره کيدونکي د مالي مرستو استعمال به غلط کيدو د افغانانو د خيرخېګرۍ لپاره مختص کړي شوي دغه رقم به د طالبانو لاس ته ورتلو کوم چې د ترهه ګرۍ د حملو لپاره استعماليدو۔ دا بل د منظورۍ او بحث لپاره کانګرس ته ليږلي شوېدے ، د کانګرس د منظورۍ نه پس به صدر ډونلډ ټرمپ په دې بل لاس ليک کوي ۔ ډونلډټرمپ صدارتي عهده سنبهالولو وروستو افغانستان سره د امريکني مرستو او د تير حکومت دوران افغانستان نه د پوځ انخلا دوران پوځي سامانونه افغانستان کښې پريښودو باندې د تحفظاتو اظهار کړي وو او وئيلي ئي وو چې جوبائيډن انتظاميې په شرمناک توګه افغانستان نه ټول پوځيان واپس رابللي وو خو ټينکونه، هيلي کاپټرې او نور جنګي سامانونه ئې افغان طالبانو ته پريښودې وو،صدر ټرمپ باګرام ائيربيس هم د خالي کولو په فيصله سخت ټکونه کړي وو ۔