تازه خبرونه

د ایران لوري په اسرایلو د ټولو نه لوی توغندیز برید

میډیا راپورونه وایی چې نن د پنجشنبې(زیارت ) په ورځ په ایران په اسرایلو زیات شمیر توغندي ورویشتي چې ودانۍ ی ویجاړې کړي او مرګ ژوبله ی هم ور اړولې
د اسرائیلي ریسکیو چارواکي وايي چې په تل ابیب کې د ګش دان او نقب دښتې په ګډون لږ تر لږه په څلورو سیمو کې د شپږو توغندیو وشتلو راپور دې.

اسرایلي رسنیو ویلي دي چې نن د زیارت په ورځ له ایران اړخ نه په توغندیز بریدونو کې اسرایلي اولس ته مرګ ژوبله وراووښتې ده

د بهرنۍ یو خبري آژانس د راپور له مخې د پنجشنبې په سهار ایران لوري په اسرایل یو شمیر بیلسټیک توغندي ور ویشتل شوي دي چې تر دې دمه د ۱۴ کسانو د ټپي کېدو خبرونه ترلاسه شوي دي.

د اسرائیلي ریسکیو چارواکو په وینا، په یر السبع ښار کې د ساروکا روغتون باندې هم توغندی لګېدلی، چې له امله یې ستره تباهي رامنځته شوې ده
په دې اړه د اسرائیل رسنۍ وایي چې ایران د جنوبي اسرائیل یوه روغتون په نښه کړی دی، او د ایراني توغندیزو بریدونو وروسته په ګڼو سیمو کې د سختو تاوانونو او ټپیانو راپورونه ترلاسه شوي دي

د خبري آژانس د راپور له مخې، د ایران د توغندیزو بریدونو وروسته په تل ابیب او قبضه شوي بیت المقدس کې چاودنې اورېدلې دي او د مالي زیانونو راپورونه هم ورکړل شوي دي
د اسرائیلي ریسکیو چارواکي وايي چې په تل ابیب کې د ګش دان او نقب دښتې په ګډون لږ تر لږه په څلورو سیمو کې د شپږو توغندیو د لګېدو راپور ورکړل شوی دی، او په نقب دښته کې یو توغندی په مستقیم ډول پر یوې ودانۍ لګېدلی دې

Related Articles

د عملیاتو “غضب للحق” تازه جګړه کې افغان طالبانو ته سخت جاني او مالي زیان رسېدلی؛ تر ۴ مارچ پورې ۴۸۱ جګړه ماران وژل شوي او سلګونه پوځي پوستې تباه شوي دي

March 5, 2026

غیر تصدیق شوي راپورونه وایي چې ځینې مشران د خپلو کورنیو سره خوندي سیمو ته تللي دي

March 5, 2026

مخکې د لوړې محکمې قاضي رچرډ اسپیرمین په هتک عزت دوسیه کې د بریګیډیر (ر) راشد نصیر په حق کې فیصله کړې وه

March 5, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *