په داسې وخت کې چې د هند میډیا او سیاسي مشران د امریکا په اولس مشر نیوکې کوي خو د پاکستان پوځ مشر د امریکا په سفر تللې دې چې دا ښایی چې پاکستان د جنګ په میدان کې هم او په سفارتي کچه هم بریالۍ شوې دې او هند په دواړو میدانونو ماتې سره مخ دې.
د هند او پاکستان ترمینځ د می په میاشت کې فضایی جنګ ، د پاکستان قوي دفاعي نظم له امله د هند الوتکې راغورځول، په جنګ کې هند ته ماتې ورکول او بیا نن سبا د اسرایل او ایران ترمینځ جنګ کې د پاکستان پوځ مشر او فیلډ مارشال جنرل عاصم منیر په نني وضعیت کې د امریکا سفر ښایی چې پاکستان په سفارتي کچه بریالۍ شوې دې او د پاکستان په جنوبي آسیا کې ، منځني ختځ، منځنۍ آسیا او په ځایی سیمه کې ډیر زیات سټریټیجک اهمیت دې او هم له دغه اهمیت له امله نن جنرال عاصم منیر د امریکا په دوره تللې دې.
دفاعي کارپوهان وایی چې د پاکستان پوځ مشر د امریکا سفر به د امریکا او پاکستان ترمینځ اړیکې نورې هم قوي کړي ځکه چې نن سبا د پاکستان رول د نني پاکستان او هند ترمینځ کړکیچ او د ایران او اسرایل ترمینځ جنګ په وجه ډیر اهمیت حاصل دې او دا ځکه چې پاکستان د اسلامی نړۍ هغه هیواد دې چې د اسلام په نظریه وجود کې راغلې دې او د اسلامي نړۍ یو مضبوط اټومي طاقت دې.
د جنرال منیر دغه سفر ته د پاکستان او امریکا ترمنځ د دفاعي اړیکو د بیا رغونې په سترګه کتل کېږي او پوهان وایی چې دې سفر سره به د پاکستان او امریکا اړیکې له هم پیاوړې شي.
د پاکستان پوځ مشر او فیلډ مارشال جنرل عاصم منیر په داسې وخت کې د امریکا په سفر دې چې څو ورځې وړاندې هم د سینټکام، د امریکا د پوځ مرکز قوماندان جنرال مایکل کریلا د پاکستان د داعش خراسان د ترهګرو په ضد عملیاتو او داعش ترهګر نیولو وروسته د پاکستان رول په درنو ټکو کې ستاینه وکړه، پاکستان ی غوره ملګرې بللې دې او دوی دا هم ویلي دي چې پاکستان د داعش خراسان غړیو په ضد کار کوي. دفاعی کارپوهان د پاکستان پوځ مشر د امریکا سفر د پاکستان او امریکا د امنیتي تګلارې په اړه یو نوې ګام بولي .
د جنرال عاصم د امریکا د سفر په اړه یو امریکایی څیړنکار او لیکوال مایکل په خپل ایکس پانړه لیکلي دي هغه وایی چې که جنرال عاصم منیر امریکا ته را هم شی نو د امریکا د پوځ مرکزي قوماندان جنرال کوریلا سره به اوګوري، هغه زیاتوي چې دا ځکه چې د امریکا پوځ مرکزي مشر او د پاکستان پوځ مشر ترمینځ په دې دوه کلونو کمه موده کې هم درې ځل لیدنې شوي دي. هغه وایی چې کوریلا ددې وړاندې هم د کانګرس غونډې ته په وینا کې د پاکستان رول ستایلې دې .
هغه په ټویټ کې ویلي دي چې د پاکستان او امریکا ترمینځ د پوځي افسرانو ترمینځ ښې قوي اړیکې دي.
.
کامران یوسفر چې یو وتلې ژورنالسټ دې ، هغه هم په خپل ایکس باندې د پاکستان د خارجه پالیسۍ کې د ښه بدلون او د پاکستان په دې سیمه کې د ښه او مهم رول په اړه یو ټویټ کړې دې. هغه وایی
پاکستان یو ځل بیا د یو مهم ځل بیا د یو مهم لوبغاړي په شان رول لوبوي، هغه وایی چې پاکستان خپلې بهرنۍ پالیسۍ کې ښه توازن ساتلی دی او نن سبا د اسرائیل پر ضد دریځ کې پاکستان، روس او چین ټول پر یوه مخ ښکاري.
هغه وایی چې وړمه ورځ هم پاکستان د ملګرو ملتونو د امنیت شورا بیان کې په ایران د برید غندنه وکړه.
هغه په ټویټ کې وایی چې پر ایران د اسرائیلي بریدونو وروسته، د منځني ختیځ ډېر هېوادونه دې ته اړ شوي او فکر کوي چې دوی هم اټومي وسلې لرلې، هغه زیاتوي چې په دغه بدلېدونکي وضعیت کې د پاکستان اهمیت د پخوا په پرتله څو چنده زیات شوی دی .
ددې ټویټ څخه هم څرګنده شوه چې پاکستان د اسلامي نړۍ یو اټومي قوت دې او هم دغه وجه ده چې نن ی په ټوله نړۍ او سیمه ایزو امینیتي چارو کې اهمیت او رول زیات شوې دې