تازه خبرونه

د نوي مالي کال لپاره د وفاقي بجټ اعلان نن کيږي،د بجټ مجموعي حجم 17600 ارب روپۍ ښودلې کيږي

دفاعي بجټ د شل فيصده پورې سيوا کيدو امکان،وفاقي بجټ کښې دفاع لپاره 2550 ارب روپۍ مختص کولو امکان
وفاقي بجټ، 2000 ارب روپو نه زيات نوي ټيکسونه د لګولو تيارۍ

خېبرپښتونخوا کښې ضم قبائيلي ضلعو لپاره 65 ارب نه زيات روپۍ بجټ کښې مختص شوي

د خزانې وفاقي وزيرمحمداورنګزيب د راتلونکي مالي کال لپاره وفاقي بجټ نن قامي اسمبلۍ ته وړاندې کوي،هندوکش ټريبيون نيټ ورک ته ترلاسه شوي بجټ دستاويزاتو ترمخه په بجټ کښې د دوه زره ارب روپو نه زيات نوي ټيکسونه لګيدو تجويز دے ۔د ټيکس د وصولۍ نظام به نور هم غزولي شي ۔

بجټ دستاويزاتو ترمخه خېبرپښتونخوا کښې ضم شوې ضلعو لپاره پنځه شپيته ارب نه زيات روپۍ مختص کولې شي ۔ د هند د جارحيت او د ملک سيکيورټۍ ته راپيښ د خطرو د مخ نيوي او ملک کښې امن بحال ساتلو لپاره په وفاقي بجټ کښې دفاع لپاره مختص کړي شوي رقم کښې اتلس نه تر شل فيصده پورې د اضافے امکان دے ۔

د بجټ د آمدن تخمينه 19400 ارب روپۍ ښودلې کيږي چې پکښې به اته زره ارب روپو نه زيات رقم د قرضونو د سود ادائيګۍ باندې خرچ کيږي ۔ وفاقي بجټ کښې د سرکاري ملازمينو په تنخواګانو او پنشن کښې د لس فيصده پورې د اضافې امکان دے۔ د بجټ خساره خواؤ شا اووه زره ارب روپۍ ښودلې شويده ۔

په دې بجټ کښې که يو خوا نان فائلرز باندې د ټيکسونو شرح سيوا کيدو امکان دے نو بلخوا په يوټيوبرز او فري لانسز لپاره ټيکس لګولو تجويز هم زير غور دے ۔ د بنکونو نه په يو وخت د 50000 زرو نه زيات رقم راويستو باندې د ټيکس شرح يو اعشاريه دوه فيصد ته سيوا کيدو تجويز هم د بجټ په دستاويزاتو کښې شامل دے ۔

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *