اسلاماباد کې د خورا مهمو ستراتیژیکو مذاکراتو لپاره پاکستان د ایران د لوړپوړي پلاوي رسمي نوملړ خپور کړی دی. د ۸۶ کسیز پلاوي مشري د ایران د پارلمان سپیکر محمد باقر قالیباف کوي
په دې پلاوي کې د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي، د سپریم نیشنل سکیورټي کونسل درې مهم غړي، د مرکزي بانک ګورنر ناصر همتي، د بهرنیو چارو وزارت څلور مرستیال وزیران چې پکې د وزارت ویاند اسماعیل بقايي هم شامل دی، د پارلمان غړي او د ملي دفاع پوهنتون مشر جنرال اسماعیل احمدي مقدم شامل دي. دا پلاوی د تهران د سیاسي، پوځي او اقتصادي پرېکړهکوونکو یو قوي ترکیب بلل کېږي چې د دواړو هېوادونو د اړیکو د نوي پړاو څرګندونه کوي
ځانګړی اهمیت
د څېړونکو په وینا، په دې پلاوي کې د علي باقري کني او محمد نبويان شتون ځانګړی اهمیت لري. علي باقري کني د سپریم نیشنل سکیورټي کونسل مرستیال دی او د اټومي خبرو پراخه تجربه لري، په داسې حال کې چې محمد نبويان د ایران په پارلمان کې د سخت دریځه محافظهکارې ډلې مهم غړی ګڼل کېږي
شنونکي وايي د نبويان ګډون دا تضمینوي چې په اسلاماباد کې هر احتمالي تړون به په تهران کې د محافظهکارو حلقو بشپړ ملاتړ ولري او د مخالفت ګنجایش به ډېر محدود شي
د مرکزي بانک د ګورنر موجودیت ښيي چې په خبرو کې به د بانکي اړیکو بیا فعالول او د بندیزونو باوجود اقتصادي همکاري مهمه موضوع وي. همدارنګه دا سفر د ایران د لوړپوړو چارواکو د امنیت له اړخه هم مهم ګڼل کېږي، ځکه دا مهال د راپورونو له مخې د سیمهییزو ګواښونو په تناظر کې دوی په یوه نسبتاً خوندي چاپېریال کې راټول شوي دي