اسلاماباد: وزیراعظم شهباز شریف ملت ته په وینا کې اعلان کړی چې د امریکا او ایران ترمنځ د روانو کړکېچونو د پای ته رسولو لپاره مهم د سولې خبرې به په اسلاماباد کې کېږي، چې دواړه هېوادونه به پکې په لوړ کچه ګډون کوي. د ده په وینا، د اوربند هغه وړاندیز چې له لوري یې وړاندې شوی و، دواړو خواوو منلی او اوس پرې هوکړه شوې چې ټولې ستونزې به د خبرو له لارې حل کېږي
وزیراعظم وویل چې دا پرمختګ نه یوازې د پاکستان بلکې د ټول اسلامي نړۍ لپاره د ویاړ ځای دی، ځکه د یوه نړیوال کړکېچ د حل مرکز اسلاماباد ټاکل شوی دی
هغه زیاته کړه چې په خلیجي سیمه کې چې تر پرون پورې د جګړې فضا وه، اوس د سولې خبرې روانې دي او دواړه لوري د مذاکراتو مېز ته ناست دي. شهباز شریف د ایران او امریکا له مشرتابه مننه وکړه او دا پرمختګ یې د نړیوال ثبات لپاره ډېر مهم وباله وزیراعظم له خلکو وغوښتل چې د دې خبرو د بریا لپاره دعا وکړي تر څو په سیمه کې تلپاتې سوله رامنځته شي
فیلډ مارشل عاصم منیر د جګړې د اور د مړ
د ده په وینا، فیلډ مارشل عاصم منیر د جګړې د اور د مړ کولو او دواړو خواوو د خبرو مېز ته د راوستلو کې مهم رول لوبولی، چې تاریخ به یې یاد ساتي همدارنګه یې د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار او د هغه ټیم ستاینه وکړه شهباز شریف د تېلو د بیو د کمولو اعلان هم وکړ؛ د ډیزلو بیه ۱۳۵ روپۍ او د پټرولو بیه ۱۲ روپۍ په لیټر کمه شوې، او نوې بیې به له نیمې شپې نافذ شي
هغه وویل چې حکومت هڅه کوي د نړیوال بازار د کمښت ګټه مستقیمه خلکو ته ورسوي او د خلکو د اسانتیا لپاره سبسایډي او نور ریلیفونه هم جاري ساتي؛ شنونکي وايي چې دا پرمختګ یوازې ډیپلوماټیک بری نه دی، بلکې د پاکستان د نړیوال رول د پیاوړتیا نښه هم ده، چې هېواد د نړیوالو شخړو په حل کې د یوه مهم منځګړي په توګه راڅرګندېږي