مشرق وسطیٰ کې د سولې او ثبات لپاره د پاکستان ډیپلوماټیکو هڅو ته په نړیواله کچه ستاینه روانه ده. د فرانس د بهرنیو چارو وزیر ژان نوېل بارو د پاکستان له مرستیال وزیراعظم او د بهرنیو چارو وزیر سناتور محمد اسحاق ډار سره ټیلیفوني اړیکه نیولې او د لومړني اوربند په ترلاسه کولو کې یې د پاکستان کلیدي رول ستایلی دی
د فرانسوي وزیر د خبرو پر مهال په سیمه کې د اوږدمهاله سولې لپاره د پاکستان ډیپلوماټیک اقداماتو او “اسلامآباد بهیر” ملاتړ بیا تایید کړ. هغه باور څرګند کړ چې د پاکستان منځګړیتوب او هڅې کولی شي سیمه د تلپاتې ثبات لور ته یوسي
DPM/FM Senator Mohammad Ishaq Dar @MIshaqDar50 received a phone call today from Foreign Minister of France, Jean-Noël Barrot @jnbarrot.
— Ministry of Foreign Affairs – Pakistan (@ForeignOfficePk) April 10, 2026
FM Barrot congratulated Pakistan on its role in securing the initial ceasefire agreement and expressed support for Pakistan’s continued… pic.twitter.com/9Mt1SGhRXK
د لبنان پر وضعیت اندېښنه
په دې خبرو کې دواړو مشرانو د لبنان پر اوسني وضعیت تفصیلي بحث وکړ او د اوربند د جدي سرغړونو په اړه یې ژوره اندېښنه وښوده. هغوی ټینګار وکړ چې د انساني ژوند د خوندیتوب او سولې لپاره د اوربند بشپړ درناوی او عملي کول اړین دي.
دوه اړخیزې اړیکې
اسحاق ډار او ژان نوېل بارو د پاکستان او فرانس ترمنځ د اړیکو پر اوسني حالت هم خبرې وکړې او د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراخولو ژمنه یې وکړه. دواړو لورو د نږدې تماسونو د دوام پرېکړه هم وکړه
سفارتي کارپوهان دا اړیکه د پاکستان د وروستۍ بریالۍ بهرنۍ پالیسۍ دوام بولي، چې پاکستان یې یو ځل بیا د نړیوالو شخړو د حل په مهم او باوري رول کې مطرح کړی دی