د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سیمهییز امنیت، سرحدي ثبات او متقابلې همکارۍ د پیاوړتیا لپاره د چین په ارومچي ښار کې اوونیز غیر رسمي مذاکرات په بریالیتوب سره پای ته رسېدلي دي. دا مذاکرات چې د اپرېل له ۱ تر ۷ پورې روان وو، پکې د درې واړو هېوادونو د بهرنیو چارو، دفاع او امنیتي ادارو لوړپوړو پلاوو ګډون کړی و. د افغان چارو کارپوه او اړوند چینایي چارواکي ډاکټر یو په وینا، دا خبرې په ډېر دوستانه او صادقانه فضا کې ترسره شوې، او اصلي هدف یې په سیمه کې د تلپاتې سولې لپاره عملي او اغېزمن ګامونه پورته کول وو.
د ډیپلوماټیکو سرچینو له مخې، په دې خبرو کې پاکستان د امنیتي ننګونو په اړه خپل واضح او کلک دریځ وړاندې کړ. پاکستان له افغان حکومت څخه غوښتنه کړې چې د ټي ټي پي په اړه لیکلې ډاډګیرنه ورکړي، چې له مخې یې دا ډله باید بشپړه بېوسلې کړل شي، د پاکستان او افغانستان له پولو لرې انتقال شي او د جنګي ډلې له حالت څخه ووېستل شي. د خبرو پر مهال چینایي منځګړو د افغان لوري ځینې غوښتنې “غیر معقولې” وبللې او رد یې کړې، خو په دې ټینګار وشو چې د افغانستان خاوره به هېڅکله د درېیم هېواد یا ډلې له خوا د پاکستان پر ضد د نیابتي فعالیتونو لپاره ونه کارول شي.
د کړکېچ پای او متقابل باور
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماو نینګ دوه ورځې وړاندې په بېجینګ کې په یوه خبري غونډه کې وویل چې پاکستان او افغانستان د تېر اکتوبر له کړکېچ وروسته د شخړې د جامع حل پر سر هوکړې ته رسېدلي دي. دواړو لورو ژمنه کړې چې په راتلونکي کې به هېڅ داسې ګام نه پورته کوي چې د سرحدي چارو ستونزې زیاتې کړي یا دوه اړخیزې اړیکې زیانمنې کړي. د مذاکراتو پلاوي اوس خپلو هېوادونو ته ستانه شوي، څو خپلو لوړپوړو مشرانو ته د ارومچي د خبرو بشپړ راپور وړاندې کړي.
راتلونکی انځور
دفاعي او سیاسي شنونکي وایي چې دا خبرې د رسنیو له سترګو لرې ساتل ښيي چې ټول لوري اوس د جدي او پایله لرونکې ډیپلوماسۍ غوښتونکي دي. د کابل په دریځ کې وروستي نرمښت او د افغان بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي مثبت بیانونه د یوې ښه بدلون نښه بلل کېږي، خو کارپوهان ټینګار کوي چې د دې بهیر ریښتینی بریالیتوب د ټي ټي پي په څېر ډلو پر وړاندې د افغان حکومت په عملي اقداماتو پورې تړلی دی.
په ارومچي کې دا پرمختګ د پاکستان او افغانستان ترمنځ د اوږدې مودې یخوالي د ماتېدو او د سرحدي امنیت د ستونزو د حل په لور یو مهم ګام بلل کېږي. د چین فعال او بېطرفه منځګړیتوب د سیمهییز ثبات لپاره کلیدي رول لوبولی دی