په فدرالي پلازمېنه کې د امریکا او ایران ترمنځ د تاریخي خبرو لپاره امنیتي او اداري چمتووالی وروستي پړاو ته داخل شوی دی. د کورنیو چارو فدرالي وزیر محسن نقوي په مشرۍ په یوه ځانګړې غونډه کې د امنیتي پلان منظوري ورکړل شوه، چې له مخې یې د بهرنیو پلاويو لپاره ځانګړې اسانتیاوې او د ریډ زون لپاره کلک امنیتي تدابیر منظور شول
په غونډه کې د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د بهرنیو استازو د راتګ د اسانتیا لپاره هغوی ته د “ویزا آن ارایول” ورکولو مهمه پرېکړه هم وکړه. هغه اړوندو ادارو ته سختې لارښوونې وکړې چې د نړیوالو مېلمنو د امنیت او مېلمهنوازي په برخه کې هېڅ ډول کمی ونه شي. د وزیر په وینا، د وروستۍ اوربند وروسته په اسلامآباد کې د امریکا او ایران مستقیمو خبرو کوربه توب د پاکستان لپاره لوی ویاړ او د بریالۍ ډیپلوماسۍ ثبوت دی
امنیتي تدابیر او د کنټرول مرکز جوړول
د پلان له مخې د مذاکراتو پر مهال به ریډ زون په بشپړ ډول تړل کېږي او یوازې اړوند او مجاز کسانو ته به د داخلېدو اجازه وي. د هر ډول احتمالي پېښې د مخنیوي او ټولو فعالیتونو د څارنې لپاره د کورنیو چارو وزارت کې ځانګړی کنټرول روم هم جوړ شوی چې ۲۴ ساعته به فعال وي
د سرچینو په وینا، اسلامآباد د دې مهم ډیپلوماټیک ماموریت لپاره په لوړ خبرداري کې ساتل شوی، څو د امریکا او ایران ترمنځ دغه مذاکرات په یو ارام او مناسب چاپېریال کې ترسره شي. پاکستان یو ځل بیا د نړیوالې ډیپلوماسۍ د مرکز په توګه راڅرګند شوی دی