اسلامآباد: د پاکستان مرستیال لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر سناتور محمد اسحاق ډار د سعودي عرب له بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل بن فرحان سره ټیلیفوني اړیکه نیولې، چې پکې د منځني ختیځ پر عمومي وضعیت او وروستیو سیمهییزو پرمختګونو تفصیلي خبرې شوې دي
د بهرنیو چارو وزارت ویاند په وینا، دواړو مشرانو په دې خبرو کې په لبنان کې د اوربند پر پرلهپسې سرغړونو ژوره اندېښنه څرګنده کړه. دواړو لورو ټینګار کړی چې په سیمه کې دایمي سولې او ثبات لپاره د هوکړه شوي اوربند بشپړ درناوی او بې له ځنډه عملي کول اړین دي
DPM/FM Senator Mohammad Ishaq Dar @MIshaqDar50 spoke late last night with Saudi Foreign Minister Prince Faisal bin Farhan @FaisalbinFarhan on the latest regional developments.
— Ministry of Foreign Affairs – Pakistan (@ForeignOfficePk) April 9, 2026
Both expressed deep concern over ceasefire violations in Lebanon and stressed the urgent need for full… pic.twitter.com/ltZNycTkGp
اسحاق ډار په سیمه کې د سولې د هڅو د ملاتړ په برخه کې د سعودي عرب د مشرتابه څخه مننه وکړه او ویې ویل چې پاکستان د منځني ختیځ د کړکېچ د ختمولو لپاره له ورونو اسلامي هېوادونو سره د ګډ کار ژمن دی
د خبرو پر مهال دواړو بهرنیو چارو وزیرانو پر مهمو سیمهییزو او نړیوالو موضوعاتو د مشورو د دوام او په راتلونکي کې د دوامداره اړیکو پر اړتیا هم هوکړه وکړه. شنونکي دا اړیکه د اسلامي نړۍ د ګډ دریځ د پیاوړتیا او د سیمهییزو کړکېچونو د حل لپاره مهم ډیپلوماټیک ګام بولي