لکي مروت: د خیبر پښتونخوا د لکي مروت ولسوالۍ په سرای نورنګ تحصیل کې د جمعیت علمای اسلام (ف) مشر مولانا خالد امین نامعلومو وسلهوالو په ډزو وژلی دی
د پولیسو سرچینو په وینا، پېښه د نلي چک په سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه چې موټرسایکل سپرو بریدګرو مولانا خالد امین په نښه کړ او له سیمې وتښتېدل. له پېښې وروسته په سیمه کې ویره خپره شوې، او پولیسو د پېښې ځای کلابند کړی او پلټنې یې پیل کړې دي
راپورونه
د سرچینو له مخې، مولانا خالد امین د جمیعت علمای اسلام (ف) ځايي مشر و او په تېرو کې د سختدریځو ډلو پر ضد د دریځ له امله د هدف لاندې و. راپورونه وايي چې هغه د داعش خراسان او تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) احتمالي هدف هم پاتې شوی و.
تر اوسه هېڅ ډلې د برید مسوولیت نه دی منلی، خو امنیتي ادارې د بېلابېلو اړخونو له مخې د پېښې پلټنې کوي چارواکو ویلي چې د تورنو د نیولو لپاره په سیمه کې لټون عملیات هم پیل شوي دي