تهران/بیروت: ایران د هرمز تنګي له لارې د تېلو وړونکو بېړیو تګ راتګ درولی، چې دا اقدام د امریکا سره د اوربند د شرطونو سرغړونه بلل کېږي، او همداراز د لبنان په اړه د اسرائیلي بریدونو غبرګون ګڼل کېږي
د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې، د ایران خبري اژانس فارس ادعا کړې چې د لبنان پر وړاندې د اسرائیل له سختو بریدونو سره هممهاله په هرمز تنګي کې د تېلو ټانکرو تګ راتګ ودرول شو
راپورونه زیاتوي چې له اوربند وروسته په محدود ډول ځینو بېړیو ته د تګ اجازه ورکړل شوې وه، خو د اسرائیلي عملیاتو له دوام وروسته ایران یو ځل بیا سخت کنټرول نافذ کړ
نړیوالو سرچینو په وینا
د نړیوالو سرچینو په وینا، اسرائیل په لبنان کې تر ټولو سخت بریدونه کړي، چې له امله یې لسګونه کسان وژل شوي او سلګونه نور ټپیان دي، او ایران دا د اوربند ښکاره سرغړونه بللې او سخت غبرګون یې ښودلی دی
کارپوهان وايي، د هرمز تنګی د نړۍ د تېلو تر ټولو مهمه لاره ده، او هر ډول خنډ پکې د نړیوالې انرژۍ رسد او اقتصاد سمدستي اغېزمنوي
د ماهرینو په وینا، د ایران دا اقدام یو څرګند پیغام دی چې که په لبنان کې بریدونه دوام وکړي، نه یوازې اوربند به زیانمن شي، بلکې سیمه به یو ځل بیا د سختې جګړې پر لور ولاړه شي بل لور ته، امریکايي چارواکي وایي چې د لبنان وضعیت د اوربند د تړون برخه نه ده، چې له امله یې د اړخونو ترمنځ اختلافات نور هم څرګند شوي دي.
شنونکي باور لري چې د اوسني وضعیت له امله د اوربند راتلونکی نامعلوم شوی، او په هرمز تنګي کې روان تاوتریخوالی کولای شي نړیواله کچه یو نوی بحران رامنځته کړي